شاته

اوکراین د جرمن ټانکونو د کارولو لپاره خپل پوځیان روزي

واشنګټن - د اوکراین د دفاع وزیر اولیکسي ریزنیکوف وايي، اوکرایني ځواکونه به د لیپارډ ټو جنګي ټانکونو د کارولو لپاره وروزل شي که څه هم لویدیځ متحدین د جمعې د ورځې په خبرو کې پاتې راغلل چې کیېف ته دې د جرمني جوړ ټاکونه ورکړل شي.

ریزنیکوف د امریکا غږ اوکراینۍ څانګې ته د جمعې په ورځ وویل،‌ اوکرایني ځواکونه به په پولېنډ کې دې ټانکونو ته وروزل شي او دا یې یو مهم پرمختګ وباله.

ريزنيکوف زیاته کړه چې له کومو هېوادونو سره چې د لېپارډ په نامه ټېنکونه موجود دي، هغه دې د دوي د پوځیانو روزنه پیل کړي او تمه يې څرګنده کړی چې جرمني به په خپلو کې د سلاح مشورو ورسته دوي ته د ټېنکونو ورکولو فېصلې ته ور ورسي.

د جمعې په ورځ د امریکې د دفاع وزیرلویډ اسټن او د ګډو ځواکونو مشر جنرل مارک مېلي ویلي وو چې په دې وخت کې جرمني به اوکراین ته د لېپرډ په نامه ټېنکونه نه ورکوي.

دوی دا خبره له اوکراین سره د مرستو په اړه په جرمني کې د نړیوالې غونډې په موقع کړی ده.‌

دا غونډه له هغه وروسته شوې ده چې کېف د ټېنکونو د ورکولو یا نه ورکولو په اړه د اختلافونو رامخې ته کېدو باندې مایوسه شوی دي. د اوکراین صدر ولادیمیر زېلینسکي دا غوښتنه نېغ په نېغه کړی.

رېزنيکوف غونډه ګټوره بللې ده. او ویلی یې دي چې په غونډه کې په مرستو تفصيلي خبرې شوې دي او د پخوانۍ مرستې په ګډون په راتلونکو ورځو کې به اوکراین ته کومې مرستې ورکول کيږي په هغې هم خبرې شوې دي. خو په دې اړه يې د نورو معلوماتو له شريکولو ډډه کړې.

د امریکې د دفاع وزیر اسټن ویلی دي چې د جرمني له خوا د ټینکونو نه ورلېګلو د امریکې د ابراهم په نامه د ټېنکونو نه ورکولو ژمنو سره تعلق نشته او زیاته يې کړه چې د اوکراین دا ټېنکونه د پسرلي موسم د پاره پکار دي او سپرلي ‌ته لا وخت شته دی.

تېر کال په اوکراین د روس د یرغل راهیسې تر دې وخته پورې امریکې اوکراین ته تر د اوویشت بیلينه ډالرو پورې مرستې ورکړی دي.

د امریکې د دفاع وزیر اسټن د ایتلافیانو د خوا د اوکراین د دفاع د عزم څرګندونه کړی او ویلی دي چې دا یواځې د اوکراین دفاع نه بلکه د اروپا او د نړۍ د امنیت شخړه ده.

د امریکې د ګډو ځواکونو مشر مارک مېلي ویلی دي چې په څلوېښت کاله نوکرۍ کې يې د نېټو اېتلاف ترمنځه داسې یو والې نه دی ليدلی خو مېلي زیاته کړه چې سږکال امکان نه لري چې اوکراین به د روس یرغلګر ځواکونه په شا وتمبوي.

برتانيې د خالي یا شنبې په ورځ ویلی دي چې د اوکراین شخړه په ځای ولاړه ده او خبرداری يې ورکړی چې دا امکان هم شته چې د بخمت ګېرچاپېره روس په سیمیز ډول پرمختګ وکړي.‌

د واېټ هاوس د ملي امنیت سلاکار جان کربي وي او ای ته د جمعې په ورځ‌ ویلی دي چې نېټو د اوکراین په شا کلکه ولاړه ده او زیاته کړې یې ده چې د نېټو اېتلاف کې شامل هر هېواد خپلواک دی او د خپلو ملي‌ ګټو په رڼا کې د فېصلو اختیار لري.‌

ماسکو د جمعې په ورځ ویلی دي چې اوکراین ته د نورو ټېنکونو ورکولو سره به په جنګ څه اثر پرې نه وځي. خو دا به د اوکراین او د اوکراین د ولس ستونزې زیاتې کړي.‌

د جمعې په ورځ د امريکې سېنټرانو په کېف کې د زېلېنسکي او د اوکراین د پوځي چارواکو سره د ملاقات وروسته خبري‌غونډې ته ویلی دي چې امریکا دې د روس له خوا د اوکراین د قبضې د مخنیوي د پاره اوکراین ته ټېنکونه او نوره وسله ورکړي.‌

ځانګړې ویډیوګانې

په بلوچستان کې واورو لارې بند کړي خو د پوليو کمپين روان دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:00 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00