شاته

ايرانيان نور خاموش کېناستلو ته تيار نه دي 


واشنګټن- کله چې ايدا غاجر يو ټويټ وليد چې يوه پېغله جينۍ د مذهبي پوليسو په ولقه کې بې هوشه شوې نو د ايران واير خبريالې سمدستي خپلې رابطې وکړې چې د خبر پخلی وکړي.

په څو ساعته کې د پېغلې نوم ښکاره شو چې مهسا اميني ده. يو تن ورته په هسپتال کې د موجود تن د رابطې درک هم ورکړلو.

غاجر د خبر او نوم د پخلي وروستو رابطه وکړه او ورته معلومه شوه چې په ټيليفون د بل اړخ نه خبرې کونکی د مهسا اميني ورور کيارش دی.

هغه وي او ای ته وايي “زما په غوږ کې د هغه اواز اوس هم انګازه کوي. ډېر غصه و او ويل يې هيڅ پروا نه لري چې څه به ورته پېښ شي خو د ايران هر تن به خبروي چې د مهسا سره څه وشول”.

سره د دې چې خپل ځان ته يې خطر و او هسپتال د پوليس نه ډک و خو کيارش په دې زور اچولو چې د هغه او د هغه د خور نومونه دې چاپ کړل شي. په ايران کې د بهرنۍ ميډيا سره خبرې کول جرم ګڼل کيږي.

د خبر جوړولو په وخت غاجر ته هيڅ نه وه معلومه چې دا به دومره غټ خبر جوړيږي خو چې څنګه د مهسا اميني د مرګ خبر خپرېدو دغه ډول په ټول ايران کې د احتجاجونو لړۍ پيل کېده. څلور مياشتې پس هم دا لړۍ روانه ده.

غاجر وايي “دا يو غير يقيني احساس و ځکه يو خوا دا تاريخ جوړېدو او نړۍ ته معلومېده چې دا کوم ډول حکومت دی او بل خوا ګڼ شمېر خلک په جېلونو کې دي، د ډېرو خلکو ژوند بدل شو او د ډېرو کورنو بچي اوس د هغو سره نشته. زه پوهېږم چې هر تن په دې باب خبرې کوي چې دې ځل حالات بل رنګه دي خو چې هر څنګه دي دا يو ناورين دی”.

څلوېښت کلنه غاجر د ايران د اسلامي انقلاب نه څو کاله وروسته زېږېدلې او په اسلامي نظام کې رالويه شوې. هغې ته ياد دي چې پلار به ورته ويل اخبار او کتابونه دې نه لولي او نه دې د کوره بهر وځي ځکه چې دا حکومت خلک وژني.

غاجر وايي د هغې د کول خلک بدل دي که جيل ته ځي او که ملک پرېږدي خو د خپلو حقونو د غوښتلو د پاره تيار دي.

هغه وايي کله چې اتلس کلنه وه او حامله شوه نو د ايران نه ووتله ځکه په کورنۍ او ټولنه کې دا بد منل کېده چې بغير د واده څنګه حامله شوه.

په کال 2009 کې چې په ايران کې د انتخابونو په شخړه احتجاجونه پيل شول نو غاجر په لبنان کې وه او هلته خبره شوه چې د ايران حکومت د هغې نوم د الله په دښمنانو کې شامل کړی چې په ايران کې جرم دی او د هغې د ملک بدرۍ غوښتنه يې کړې وه.

د خبريالانو د تحفظ ادارې ار ايس ايف په مرسته غاجر پيرس ته وويستلی شوه چرته چې هغې ځان محفوظ ګڼلو. په جلا وطنۍ کې هم غاجر د ايران د حالاتو نه هر وخت ځان خبر ساتلی او وايي هره هغه هڅه کوي چې وکړی شي څنګه د ايران د خلکو غږ جوړ شي.

د وي او ای فارسي سروس کارمنده ماصيح علي نجاد چې د جلا وطنۍ ژوند کوي وايي چې سوشل ميډيا د ايران د خلکو په لاس کې ډېره د کار وسله راغلې ده.

هغه وايي “د خلکو سره وسله نشته خو د هغوی سره موبايلونه په لاسو کې دي او په سوشل ميډيا خپل خبرونه خپروي”.

علي نجاد وايي “زمونږ د جنګ ميدان سوشل ميډيا ده ځکه اسلامي حکومت په ايران کې هره ميډيا په خپل کنټرول کې ساتي او د خپلو دروغو د پاره پروپيګنډه کوي”.

هغه وايي د سېپټمبر نه راپه دېخوا ايران کم نه کم 92 خبريالان بنديان کړي او په نړۍ کې ايران د خبريالانو تر ټولو غټ جيل ګرځېدلی.

ځانګړې ویډیوګانې

په بلوچستان کې واورو لارې بند کړي خو د پوليو کمپين روان دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:00 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00