شاته

قبایلي ضلعو کې د فنډونو خرچ کولو لپاره د جوړې کمیټې پرضد د تحریک انصاف غړو هایکورټ ته رجوع وکړه

دخېبر پښتونخوا دماتې شوې صوبایي اسمبلۍ دقبايلي ضلعو سره تعلق لرونکو شپږو غړو پېښور هايي کورټ کې خواست جمع کړی چې وفاقي حکومت د قبايلي ضلعو د فنډونو خرچ کولو د پاره کومه کميټي جوړه کړې ده هغه دې ختمه کړی شي۔

د وفاقي حکومت غړي وايي د خبرپښتونخوا تېر حکومت د قبايلي ضلعو فنډونه نورو ضلعو کې خرچ کړي دي او دوي غواړي چې د قبايلي ضلعو فنډونه هم دغه سيمو کې خرچ کړل شي۔

په اوسنۍ ماته شوي اسمبلۍ کې د باجوړ نه د تحريک انصاف غړي اجمل خان وي او ای ډيوه ته وويل پېښور هائي کورټ ته د تحريک انصاف او باپ پارټۍ غړو خواست کړی چې د وفاقي حکومت جوړه کميټې دې ختمه کړی شي۔

د جنورۍ مياشتې په شروع کې وفاقي حکومت يوه کميټې اعلان کړي وه چې د قبايلي ضلعو دتيز ترقياتي پروګرام اتيا فيصده فنډ به خرچ کوي۔

دغه کميټۍ کې د خېبر پښتونخوا ګورنر، د خېبر پښتونخوا دوه د اسمبلۍ غړې، دوه د قامي اسمبلۍ غړي او ځني سيکټريان شامل دي۔

پېښور هایکورټ ته په خواست کوونکو کې شامل اجمل خان ډيوه ته وويل د ضم کيدو وروسته د قبايلي ضلعو دفنډونو خرچ کولو اختيار د صوبايي اسمبلو غړو سره دې، او د وفاق لخوا جوړه کميټي غېر قانوني او غېر ایيني ده۔

د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ له ماتېدو وړاندې وزيراعلا محمود خان ويلي وفاقي حکومت د قبايلي ضلعو فنډونه ودرولي دي اؤ په پينځه پنځوس اربو روپو کې دوي ته فقط پينځه اربه روپۍ ورکړل شوي دي۔

خو دمرکزي حکومت ایتلافي د وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ غړې محسن داوړ وي او ای ډیوه ته وويل صوبايي حکومت د قبايلي ضلعو فنډونه په نورو ضلعو کې خرچ کوي۔

نوموړي وويل دوي غواړي چې د قبايلي ضلعو پېسې هم دغه سيمو کې خرچ کړل شي۔

صوبايي حکومت بيا بيا د قبايلي ضلعو دفنډونو په نورو ضلعو کې د خرچ کولو خبره رد کړي ده۔

په دې وروستيو کې د خېبر پښتونخوا د تېر حکومت وياند بیرسټر محمد علي سېف ډيوه ته ويلي وفاقي حکومت دوي ته پېسې نه دي ورکړي نو بيا څنګه دوي کولی شي چې هغه نورو ضلعو کې خرچ کړي۔

قانون پوه اکبر هوتي وايي د پينځويشتم ایيني ترميم نه وروسته قبايلي ضلعې د خېبر پښتونخوا د حکومت واک لاندې دي، او د دوي فنډونه خرچ کول د پينځويشتم ایيني بدلون په ضد ده۔

د قبايلي ضلعو فنډونو باندې د شخړي راپورته کېدو نه وروسته د سینیټ دسېفران دقایمه کميټۍ غونډه رابلل شوې وه چې پکې د صوبې او وفاق د خزانې د محکمې چارواکي شامل وو۔

د کميټۍ چېرمېن سنېټر هلال الرحمان ډيوه ته ويلي دقبایلي سیمو صوبه کې له ورګډیدو وروسته وفاقي حکومت صوبې له درې سوه او اويا بيلينه روپۍ ورکړي دي او د کال 2016م نه راپديخوا يې قبايلي ضلعو کې ترهګرۍ نه دشوي زيان د بيا بحالۍ په مد کې نزدې سل اربه روپۍ نورې ورکړې دي۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00