BBC
 شاته

افغانستان د معلولینو کرېکټ سیالۍ اتلولي وګټله

Image copyright Getty

د افغانستان د معلولینو کرېکټ ملي لوبډلې له خپلې سیالې هندۍ لوبډلې سره د دریو ۲۰ اوریزو لوبو اتلولي خپله کړه.

افغان لوبډلې له هندي ځواکمنې لوبډلې سره سختې سیالۍ وکړې او ګټل یې دومره اسانه هم نه وو.

د هندي لوبغاړو تجربه او د افغان لوبغاړو جذبه دواړو لوبه سخته کړې وه.

هېڅ لوبه هم په لوی توپیر ونه ګټل شوه.

وروستۍ لوبه خو یوه اضافي اوور ته وغځېده، ځکه دواړو لوبډلو ۱۶۳ منډې وکړې.

د لوبې نندارې ته د ګڼ شمېر نندارچیانو تر څنګ د کرېکټ بورډ ډېری چارواکي هم ورغلي وو.

لومړۍ لوبه د هند معلولینو لوبډلې خو دویمه او دریمه یې افغان لوبډلې وګټله.

دغه لوبې د کابل د الکوزي نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شوې، چې د افغانستان کریکیټ بورډ د دغو لوبو ترسره کېدل خپله ستره لاس ته راوړنه هم بولي.

وړاندې تر دې د پاکستان حبیب بانک لوبډله هم کابل ته راغلې وه او له افغان الف لوبډلې سره یې یو ورځنۍ او څلور ورځنۍ لوبې وکړې.

د دوستۍ جام د لړۍ غوره لوبغاړی د هند د معلولینو ملي لوبډلې ویکرانت کیني اعلان شو.

ویرات کیني د پاي په مراسمو کې وویل د افغانستان لوبډلې ډېره ښه او غوره لوبه وکړه چې موږ به یې له ځانه سره ښې خاطرې یوسو.

ښاغلي کیني وايي که لوبه افغان معلولینو ملي لوبډلې وګټله زړونه موږ وګټل.