شاته

امريکا: د نجونو او ښځو په اړه د طالبانو اوسنۍ تګلاره بشري حقونو ته سپکاوی دی

د امریکا متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا طالبانو ته روښانه کړه چې د مشروعیت پیدا کولو لپاره لپاره څه اړین دي.

د دې وزارت د ویاند مرستیال ویدانت پټېل پرون یوه خبري کنفرانس کې ویلي، که طالبان غواړي چې مشروعیت پیدا کړي، باید د ټولو افغانانو حقونو ته احترام وکړي.

دوی باید د ټولو افغانانو بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو ته درناوی وکړي

پټېل د افغان نجونو او ښځو په اړه د طالبانو اوسنۍ کړنلاره بشري حقونو ته سپکاوی وباله.

نوموړي ويلي: "د نجونو او ښځو په اړه د طالبانو سیاستونه بشري حقونو ته سپکاوی دی او تر هغه چې طالبان نجونې او ښځې ځپي، له نړیوالې ټولنې سره به یې اړیکې زیانمنې وي. موږ روښانه ویلي، د مشروعیت او باور خپلولو لپاره باید په واضحه ټکو خبرې وشي او دوی باید د ټولو افغانانو بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو ته درناوی وکړي، نه یوازې د لنډ وخت لپاره."

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ویاند مرستیال ویدانت پټېل
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ویاند مرستیال ویدانت پټېل

له طالبانو مو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال ویاند د څرګندونو په اړه پوښتنه وکړه، خو ویاند یې ځواب را نه‌کړ، مګر له دې وړاندې یې ویلي چې، په افغانستان کې د ټولو افغانانو حقونه خوندي دي.

خو د بښنې نړیوال سازمان په خپله ټویټرپاڼه د یو شمېر هغو بندیزونو او محدویتونو نوملړ خپور کړی چې طالبانو په افغان نجونو او ښځو لګولي دي دي.

دا سازمان لیکي، طالبانو همدا اوس افغان نجونې او ښځې له ورزش کولو منع کړي، په رسنیو کې یې د هغوی فعالیت محدودیت کړی، له پوهنتونونو یې را ګرځولي، ورزشي کلبونو ته یې هم د دوی په تګ بندیز لګولی، په نا دولتي مؤسسو کې یې د هغوی د کار مخه نیولې، له شپږم ټولګي پورته یې د نجونو ښوونځي تړلي او ترڅنګ یې له ۷۲ کیلومټره واټن ليرې بې له محرمه د نجونو او ښځو په سفر بندیز لګولی دی.

دا ټول هغه څه یادېږي چې د بشري حقونو ملاتړي بنسټونه یې د افغانانو له بنسټیزو حقونو د طالبانو ښکاره سرغړونه بولي.

هاخوا د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیره ریتنو مرسودي چې نیویارک ته تللې، د ملګرو ملتونو سازمان کې د یو شمېر هېوادونو له استازو سره په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه خبرې کړي دي.

اندونیزیا له ۲۰۲۴ تر ۲۰۲۶ کاله د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو شورا ریاست ته نومانده ده.

ریتنو مرسودي په ملګرو ملتونو سازمان کې د امریکا له دایمي استازې لیندا توماس سره هم خبرې کړي او اغلې توماس وايي، اندونیزیا د افغان نجونو او ښځو له بشري حقونو ملاتړ کوي.

طالبان د افغان نجونو او ښځو او په ټوله کې د افغانانو له حقونو په ملاتړ او د بشري حقونو په نقض تورن دي، خو طالبان یې نه مني.

اړوند مطالب