BBC
 شاته

د بریتانیا شهزاده: په رسنیو کې د ۲۵ طالبانو د وژلو خبر "خطرناک درواغ دي"

شهزاده هري په افغانستان کې د هغه له خوا د ۲۵ طالب جنګیالیو د وژلو په تړاو د بریتانوي رسنیو انګېرنې "خطرناک درواغ" بللي او له خپلو څرګندونو یې دفاع کړې ده. د "سپېر" په نوم کتاب د شهزاده هري د یادښت یوه برخه د هغه شمېر کسانو په اړه ده چې ویل شوي، هري په افغانستان کې د خپلې دندې پرمهال وژلي او دا چې د "شطرنج دانو" په څیر بلل شوي وو، غبرګونونه یې راوپارول. طالبانو هم د هري د څرګندونو په اړه توند غبرګون وښود او یو شمېر طالبانو د هري د محاکمې غوښتنه هم وکړه.