شاته

امينه محمد: طالبان دې د ښځو او نجونو د کار او تحصيل د بنديز پر پرېکړو بيا کتنه وکړي

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینه محمد په کابل کې د خپل سفرونو په دوام د چهارشنبې په ورځ د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره په کتنه کې د طالبانو د هغې پرېکړې د بیا کتنې غوښتنه وکړه، چې پر بنسټ یې په دغه هېواد کې د ښځو زده‌کړې او کار کول منع ګرځول شوي دي.

د طالبانو د حکومت د ارګ په ټویټر پاڼه لیکل شوي امینه محمد چې افغانستان ته د ملګرو ملتونو د راغلي پلاوي مشري کوي، په دې لیدنه کې یې ویلي، چې د افغانستان راتلونکی د دغه هېواد د نسلونو له تعلیم سره تړاو لري.

د ارک په ټویټر پاڼه وړاندې لیکل شوي چې، مولوي عبدالسلام حنفي کابل ته د راغلي پلاوي د غوښتنې په ځواب کې بیا ویلي، چې د ښځو حقونه د اسلامي شريعت او افغاني کلتور په چوکاټ کې په پام کې نیول شوي او نړيواله ټولنه بايد بشري مرستې چې ميليونونه افغانان ورته اړتيا لري له سياسي مسايلو سره ګډې نه‌کړي.

په لیکنه کې راغلي، ښاغلي حنفي د خپلو خبرو په دوام غوښتنه کړې چې د ښځو د کار او زده کړو ستونزه دې د خبرو له لارې هواره شي.

طالب چارواکو سره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيالې امينه محمد ليدنه.
طالب چارواکو سره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيالې امينه محمد ليدنه.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ددغو کتنو په اړه د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "په دې لیدونو کې ټینګار وشو چې دغه ډول لیدونو ته به دوام ورکول کېږي، یوازینۍ لاره د اعتماد جوړونې دا ده چې دغه لړۍ دوام پیدا کړي او نظریات له یو بل سره شریک شي، په خپل وخت سره په به اړیکه کې ووسو چې دا کار وشو او ګټور به هم وي."

د لوړ پوړو چارواکو سفر ښايي د تګلارو په بدلېدو سمدستي اغېز ونه کړي

په ورته وخت کې د بشري حقونو یو شمېر فعالان له طالب چارواکو سره د ملګرو ملتونو د پلاوي د ناستو لړۍ مهمه ګڼي، خو وايي، چې د دغو ناستو پایلې د طالبانو د تګلارو پر بدلون سمدستي اغېز نه‌شي کولای.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون چې د طالبانو له‌خوا منحل شوی پخوانۍ مشرې شهرزاد اکبر ازادي راډیو ته وویل: "البته، افغانستان ته د ملګرو ملتونو د لوړ پوړو چارواکو سفر ښايي د تګلارو په بدلېدو سمدستي اغېز ونه کړي، خو دا ډېره مهمه ده چې د ملګرو ملتونو چارواکي افغانستان ته سفر وکړي او د ښځو د اساسي حقونو په اړه خپلو خبرو ته دوام ورکړي، فشار او غوښتنې ته دوام ورکړي."

د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون پخوانۍ مشره شهرزاد اکبر
د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون پخوانۍ مشره شهرزاد اکبر

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد چې د دغه سازمان د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته تللې، تر دې مخکې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي او پخواني ولسمشر حامد کرزي او د جمهوري نظام پر مهال د ملي مصالحې د عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره لیدلي وو.

نړیوالې ټولنې تل ټینګار کړی چې له طالبانو سره یې اړیکه د بشري حقونو په رعایت او د یوه ټول ګډونه حکومت په جوړولو پورې تړلې ده او له همدې امله تر اوسه هیڅ یوه هېواد د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

طالبانو د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې پر ښځو ډېر محدودیتونه لګولي دي او په وروستيو کې یې دوی په پوهنتونونو کې له زده‌کړو او په نادولتي ادارو کې له کار کولو هم منع کړې.

اړوند مطالب