شاته

يو شمېر مېرمنې: د طالبانو وروستيو محدوديتونو راته رواني ستونزې پيدا کړي

یو شمېر افغان مېرمنې وايي، د طالبانو له‌خوا پر دوی لګول شويو محدودیتونو ورته رواني ستونزې او ناروغۍ پیدا کړې دي.

يوه محصله چې د هرات ولايت اوسېدونکې ده او د امنيتي ستونزو له امله نه‌غواړي نوم يې راپور کې ياد شي وايي: "۲۴ ساعته ژاړم، د کور په څلورو دېوالونو کې راګیر یم، راته لکه زندان ښکاري."

نوموړې ازادي راډیو سره په خبرو کې زیاتوي، چې ډېرې هیلې یې درلودلې، خو د طالبانو په راتګ سره ټولې له خاورو سره خاورې شوي.

"د دوی دا کارونه د دې لامل شوي چې زه خپګان پيدا کړم

دا محصله وايي: "د دوی دا کارونه د دې لامل شوي چې زه خپګان پيدا کړم، د کور په کونج کې کېنم او هیڅ چېرې هم ولاړه نه‌شم، موږ ته بېلابېلې ناروغۍ، اضطراب او استرس پیدا شوی، له ټولنې لرې پاتې یو، نه یوازې زه بلکې ټولې خویندې په رواني، جسمي او نورو ستونزو اخته شوې یو."

دا په کور ناسته افغان محصله وايي، ان نه‌غواړي نوې جامې واغوندي، سینګار وکړي، محفلو کې ګډون وکړي، ځکه په خبره یې هر هغه څه چې پخوا د دې د خوښۍ لامل ګرځېدل اوس ترې اخیستل شوي.

شګوفه بیا هغه افغان مېرمنه ده، چې د طالبانو په راتګ بې دندې شوې ده.

نوموړې وايي، د دندې اخيستو محدودیت له یو ډول غیر نارمل حالت سره مخ کړې ده.

يوه افغان محصله، انځور - ارشيف
يوه افغان محصله، انځور - ارشيف

شګوفې ازادي راډیو سره په خبرو کې وويل، د حقوق په برخه کې یې د ماسټرۍ تر کچې زده‌کړې وکړې، په خبره یې په تېر جمهوري نظام کې یې په یوې دولتي اداره کې د امرې په توګه دنده ترسره کوله، خو اوس په کور ده او شپږ میاشتې کېږي، چې د یو رواني ډاکټر تر درملنې لاندې ده.

نوموړې وايي: "په اولادو مې په غوسه کېږم، د خاوند سره مې چلند ښه نه وي، کورنۍ را څخه خوشاله نه وي، وضیعت مې خرابيږي خو چې کورنۍ ته ګورم ځان کنټرولوم خو بیا هم زما په لاس نه‌دی ځان نه‌شم کنټرول کولای."

کله چې څوک زده‌کړې او کار ونه‌لري نو دا واضح خبر ده چې د دوی کورنۍ ژوند ترې اغېزمن کېږي

اروپوهان وايي، په داسې شرایطو کې په کومو کې چې نن، سبا افغان مېرمنې ژوند کوي، دا شان ستونزې او ناروغۍ پیدا کېدلی شي.

د پوهنتون استاد شرف الدین عظیمي وايي: "د انسان ژوند د انسان کار، زده‌کړې او کورنۍ ژوند یې جوړوي کله چې څوک زده‌کړې او کار ونه‌لري نو دا واضح خبر ده چې د دوی کورنۍ ژوند ترې اغېزمن کېږي او ښځو ته ګڼې ذهني، عاطفي، ټولنیزې، جسمې د خوب او اروایي اختلالونو ستونزې پيدا کېږي."

دغه راز د رواني او عصبي ناروغیو متخصص ډاکټر ایمل عبدالله ناصري وايي، په داشان حالتو کې باید ډاکټر ته مراجعه وشي، ځکه په خبره یې که پر وخت درملنه یې ونه‌شي ستونزه پراخېدای شي.

ډاکټر ناصري وايي: "که دا سټرس کنټرول نه‌شي، شخص چې په مرض اخته دی، هغه څه چې دوی ته یې خوند ورکاوه لکه: سفر، چکر يا مېلمستیاو ته د تګ خوند له لاسه ورکوي حتی د دوی په جسمي اړیکه کې هم تغیر راځي، خوند نه‌شي اخیستلای، مېل یې له منځه ځي ان جنسي عمل ورته یو جبري حالت ښکاري او نورې هورموني ستونزې رامنځته کوي لکه د دوی د میاشتنۍ ناروغۍ نظم هم خراب کوي."

افغان نجونو او مېرمنو پر دوی د وروستيو محدوديتونو د لګېدو له امله څو ځل لاريونونه هم وکړل.
افغان نجونو او مېرمنو پر دوی د وروستيو محدوديتونو د لګېدو له امله څو ځل لاريونونه هم وکړل.

ښاغلی ناصري زیاتوي دا حالت انسانانو ته ځني نورې ناروغۍ او دردونه هم پیدا کوي، لکه د زړه ټکان، معدې، ځان، سر او ملا دردونه.

د نوموړي په خبره، په تېر یو نیم کال کې د رواني برخې ډېری ناروغانې ښځې دي او لوی لامل یې هم له دوی د کار او زده‌کړو حق اخیستل دي.

د رواني ناروغانو د دقیق شمېر په اړه د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان وايي، د ۲۰۱۸ کال د سروې په بنسټ هر دویم شخص د رواني فشار لاندې و خو په خبره یې اوس دا چې جګړه ختمه شوې، هیله ده چې دا شمېر کم شوی وي.

نوموړي ازادي راډيو ته وويل: "روغتیایي مراکزو کې د رواني ناروغانو شمېر کم شوی او لامل یې دا دی چې هېواد کې امنیت تامین شوی دی."

د یادونې ده، چې طالبانو پر افغانستان د دوی له واکمنېدو را ورسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز ولګاوه، لرې واټن سفر یې هم له شرعي محرم پرته پرې بند کړ، حجاب یې پرې اجباري کړ او دغه شان پارکونو، ښاري حمامونو او ورزشي کلبونو ته یې هم له تګ منع کړې.

همدا تېره میلادي میاشت یې بیا له پوهنتونونو او نا دولتي مؤسسو کې له کار هم راوګرځولې.

مخکې یې په ډېری دولتي ادارو کې هم له کار کولو راګرځولې وې.

اړوند مطالب