شاته

امينه محمد طالب چارواکو ته: افغان ښځې د کار او تحصيل حق لري

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد د کابل پر سفر بوخته ده او تر اوسه یې له یو شمېر طالب چارواکو او پخوانیو سیاستوالو سره کتلي دي.

د ملګرو ملتونو په خبرپاڼه کې راغلي چې، نوموړې د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې د افغان ښځو او نجونو د تعلیم او کار په تړاو خبرې کړي دي.

خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي چې، ښځو او نجونو ته د کار او تعلیم د حق په اړه ښکاره اجماع شته، خو دا جزیات نه‌دي ورکړل شوي چې اجماع په کومو برخو کې وه.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد د کابل تر سفر مخکې د افغانستان په تړاو له ترکي، قطري او پاکستاني ډیپلوماتانو او چارواکو سره غږېدلې ده.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، متقي د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې ته ویلي چې، د طالبانو په رسمیت نه پېژندلو، پر چارواکو یې د سفر د بندیزونو نه لغوه کېدو او بانکي محدودیتونو افغانان له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د طالبانود بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي.
د طالبانود بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي.

امینې محمد د چهارشنبې په ورځ له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره هم لیدلي دي.

ښاغلي کرزي پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې دغې کتنه کې د نجونو د تعلیمي بنسټونو پر بیا پرانيستې او کار ته د هغوی پر بیا ګرځېدو ټینګار شوی دی.

بل لور ته د ملي مصالحې عالي شورا پخواني مشر عبدالله عبدالله پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې له مېرمن محمدي سره یې د افغانانو پر پیاوړي کېدو او له بې‌وزلۍ نه د وتلو پر لارو چارو خبرې کړي دي.

"موږ د ډېرو داسې شاتګونو شاهدان یو چې ښځې او نجونې یې زیانمنې کړي دي

له دې سره هم‌مهاله د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ادارې مشر وولکر تورک د چهارشنبې په ورځ په جینوا کې خبریالانو ته وویل، افغانستان دا مهال د ښځو او نجونو د بشري حقونو له اړخه تر ټولو بد وضعیت لري.

نوموړي ويلي: "موږ د ډېرو داسې شاتګونو شاهدان یو چې ښځې او نجونې یې زیانمنې کړي دي، باید ووایو چې د تر ټولو جدي وضعیت بېلګه یې په افغانستان کې ده."

طالبانو، چې تېر نژدې یو نیم کال کې یې حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندل شوی، تېره میاشت يې د نجونو پر منځنیو او لېسو ښونځیو سربېره د هغوی پوهنتونونه هم تر دویم اعلانه بند کړل.

افغان نجونو او ښځو پر دوی د محدوديتونو له امله څو څو ځل لاريونونه هم وکړل، انځور - ارشيف
افغان نجونو او ښځو پر دوی د محدوديتونو له امله څو څو ځل لاريونونه هم وکړل، انځور - ارشيف

تر دې وړاندې پارکونو، حمامونو او ورزش ځایونو ته هم د ښځو ورتګ بند شوی او ښځې په اوږده سفر کې له محرم پرته تګ نه هم منعه شوي دي.

تر ټولو وروستي بندیز کې طالبانو تېره میاشت د نادولتي مؤسسو ښځینه کار کوونکو ته وویل چې دندو ته دې نه ځي.

د طالبانو دې اقدام په پراخه کچه غبرګونونه هم وپارول.

تر اوسه دغه سپیناوی نه‌شته چې طالب چارواکو د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې ته د ښځو د تعلیم او کار په اړه څه ژمنې ورکړي او دا څرک هم نه لګیږي چې طالبان به د مېرمنو د کار او تعلیم په پرېکړو کې څومره نرمښت وښيي.