BBC
 شاته

د امریکا میشیګن محکمه کې دوه پولیس په ډزو وژل شوي

Image copyright AP

د امریکا میشیګن ایالت د یوې محکمې د ننه یوه وسله وال کس دوه پولیس په ډزو وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

د کانټي برین یوه مشر پال بیلي خبریالانو ته وویل، دوه پولیس او برید کوونکی وژل شوي.

له سیمې رپوټونه وايي، یوه بندي محکمه کې د لېږد پرمهال وسلې ته لاس کړ او د پولیس له لاسه یې وسله واخیسته او دوه پولیس یې ووژل.

ښاغلی بیلي وايي، په محکمه کې حاضرو خلکو هرې خوا ته منډې کړې خو پولیس د برید کوونکي په وژلو وتوانېدل.

د پېښې پرمهال د شیکاګو په ختیځ کې شاوخوا ۱۶۰ کیلومتره لیرې سن جوزیف سیاحتي ښار کې د محکمې ودانۍ وتړل شوه، خو د محکمې یو کارکونکي پخپل ټویټر ولیکل چې محکمه کې ډزې روانې دي.

د ټپي شویو پولیسو وضعیت ښه دی.

ښاغلي بیلي د خپلو همکارانو وژل کېدل "وېروونکې" پېښه وبلله.

دا ډزې له هغې پېښې پنځه ورځې وروسته وشوې، چې یوه کس په دالاس ښار کې پنځه پولیس په ډزو ووژل او اوه نور یې ټپیان کړل.

په وروستیو کې امریکا کې په ډزو د وژنو پېښې ډېرې شوې دي.