شاته

د ښځو د حقونو یوه فعاله فرحت پوپلزۍ د طالبانو له بنده خوشې شوه

د افغانستان د مبارزو ښځو خودجوشه حرکت د یکشنبې په ماښام ازادي راډيو ته تایید کړه چې، د دوی یوه مخکښه همکاره او د ښځو د حقونو فعاله فرحت پوپلزۍ تر شاوخوا دوه میاشتني بند وروسته خوشې شوې.

د دغه حرکت په خبره د فرحت پوپلزۍ کورنۍ د هغې د خوشې کېدو خبره د ځينو ملحوظاتو په خاطر تر دې دمه پټه ساتلې او ډېر جزییات يې نه رسنیز کوي.

د ښځو د حقونو یوې بلې فعالې او مخکښې فوزیه کوفي هم ازادي راډيو ته په یوه لنډ پیغام کې د فرحت پوپلزۍ د خوشې کېدو خبره تایید کړه.

تر دې مخکې ګڼې هغه ښځې چې د طالبانو له بند خوشې شوې وې له رسنیو سره یې له خبرو ډډه کوله.

خو ځینو ښځو لکه تمنا زریاب پریاني چې مخکې د طالبانو له لوري بندي شوې وه او وروسته بهر ووتله ازادي راډیو سره په خبرو کې د طالبانو له خورا بد چلند شکایت وکړ او ویې ویل چې، د طالبانو له‌خوا ان نیمه بربنډه هم شکنجه شوې ده.

طالبانو بیا د ښځو د وهلو او شکنجې خبره رد کړې ده.

که څه هم لا جوته نه‌ده چې پر فرحت پوپلزۍ په زندان کې څه تېر شوي خو د ډسمبر په وروستیو کې ځینو رسنیو د ښځو د حقونو د فعالانو په حواله راپورونه ورکړل چې فرحت پوپلزۍ په زندان کې سخته شکنجه شوې.

د خودجوشه ښځو غورځنګ
د خودجوشه ښځو غورځنګ

فرحت پوپلزۍ د نومبر په لسمه له کابله نیول شوې وه او څو ورځې یې د مرګ او ژوند حال نه و معلوم.

هغې د مبارزو ښځو د خودجوشه حرکت خبرونه او ویډیوګانې په خواله رسنیو خپرولې.

د طالبانو حکومت لا د فرحت پوپلزۍ د خوشې کولو په تړاو څه نه‌دي ویلي خو د راپورونو له‌مخې فرحت په ضمانت له قید خوشې شوې ده.

طالب چارواکو مخکې هم د نورو ښځینه فعالانو د بندیانولو په تړاو له څه ویلو ډډه کوله او یوازې یې د ځینو د ازادۍ د خبر په اړه رسنیو ته څه ناڅه جزییات ورکول.

د افغانستان د مبارزو ښځو غورځنګ د عالیه عزیزي او حمیرا یوسفي په څېر د هغو ښځو په اړه اندېښمن دی چې لا یې د مرګ او ژوند سم حال نه‌دی معلوم.

دوی اندېښنې ښيي چې ګڼې ښځې لا هم په زندان کې دي او کورنۍ یې د طالبانو له ویرې خبره نه رسنیزه کوي.

فرحت پوپلزۍ
فرحت پوپلزۍ

اخوا د ښځو د حقونو یوې فعالې مونسه مبارز یکشنبه ناوخته ازادي راډيو سره په خبرو کې د بندي ښځينه فعالانو د وضعیت او ورسره د طالبانو د چلند په اړه اندېښنه وښوده.

"وهل، برق ورکول، دُرې وهل، د طالبانو تاوتریخجن فزیکي چلند دا ټول اعمال هغو خلکو ته چې هلته بندیان دي کلکې رواني او فزیکي ضربې رسوي.

نوموړې وويل: "وهل، برق ورکول، دُرې وهل، د طالبانو تاوتریخجن فزیکي چلند دا ټول اعمال هغو خلکو ته چې هلته بندیان دي کلکې رواني او فزیکي ضربې رسوي. نو زموږ د خلکو، ټولنې او په تېره د بشري حقونو د فعالانو اندېښنه په ځای ده او موږ د دې تیاره او نامعلومه برخلیک په ځانګړې توګه د بندي ښځینه فعالانو په اړه په کلکه اندېښمنې یو."

شاوخوا ۴۸۰ ورځې کېږي چې طالب چارواکو له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړو مخه نیولې، سربېره پر دې یې له څه کم یوې میاشتې راهیسې د نجونو پر مخ پوهنتونونه هم تړلي.

د نجونو د زده کړو پر وړاندې تر بندیز ورهاخوا طالب چارواکو د زرګونه هغو ښځو د کار مخه هم نیولې چې په کورنیو او بهرنیو موسسو کې یې خلکو ته بېلابېل خدمات رسول.

د همدغو بندیزونو په غبرګون لا هم افغان ښځې د اعتراض لپاره سړکونو ته راوځي خو د راپورونو په اساس اکثر وخت یې طالبان مخه نیسي.