شاته

د ژغورنې نړيواله کمېټه: ملګري ملتونه دې طالبان چمتو کړي چې ښځو ته د کار کولو اجازه ورکړي

د ژغورنې نړیواله کمېټه"IRC" وايي، په افغانستان کې د بشري مرستو د رسولو په برخه کې د ښځو ونډه یوه عملیاتي اړتیا ده.

دې ادارې په یوه اعلامیه چې پرون ناوخته یې خپره کړې لیکلي، طالبانو په نا دولتي موسسو کې د نجونو او ښځو په کار داسې مهال بندیز لګولی چې دا هېواد د لسیزو جګړو او د ژمي سختو شرایطو د بې‌‌ساري اقتصادي سقوط او ویجاړۍ سره مخ کړی دی.

د ژغورنې نړیواله کمېټه زیاتوي"همدا اوس ۸۲ سلنه هغه کورنۍ چې سرپرستي یې مېرمنې کوي، بشپړ خواړه نه‌لري."

"همدا اوس ۸۲ سلنه هغه کورنۍ چې سرپرستي یې مېرمنې کوي، بشپړ خواړه نه‌لري."

د ژغورنې نړیواله کمېټه په افغانستان کې نا دولتي موسسو کې د ښځو ونډې ته په اشارې لیکي، په ټولو برخو کې د ښځینه کارکوونکو پرته، دوی نه‌شي کولای د هغو کسانو لپاره چې روان بحران سخت ځپلي، اصولي او د اړتیا پر بنسټ مرستې او پروګرامونه وړاندې کړي.

دې ادارې چې د طالبانو له‌خوا یې په نا دولتي موسسو کې د ښځو په کار د بندیز د پرېکړې په غبرګون کې خپلې چارې ځنډولي خبرداری ورکړی چې د دوی د کارونو پر وړاندې را پورته شوې ننګونې به د ښځو خوندیتوب را کم، له دوی سره جنستي تاوتریخوالي زیات او د ښځو د پیاوړتیا لپاره پلان شوي پروګرامونه له زیان سره مخ کړي.

پر ښځود طالبانو له وروستي بنديز وروسته، يو شمېر مېرمنې کابل کې د لاريون پر مهال
پر ښځود طالبانو له وروستي بنديز وروسته، يو شمېر مېرمنې کابل کې د لاريون پر مهال

د ژغورنې نړیواله کمېټه وايي، دوی له همدې امله له ملګرو ملتونو سازمان غواړي چې طالبان په عملي او همغږي توګه وهڅوي، څو نجونو او ښځو ته په نادولتي موسسو کې د کار کولو اجازه ورکړي.

له طالبانو مو وپوښتل چې ایا د دې پرېکړې د بدلون امکان شته، خو ویاندویانو یې ځواب را نه‌کړ، مګر وړاندې یې ویاند ذبیح‌الله مجاهد له پرېکړې دفاع کړې وه.

خو له افغانستان وړاندې د قطر او د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د جنوري په ۴مه نېټه په افغانستان کې د نجونو او ښځو په زده‌کړو، کار او نورو بندیزونو تفصیلي خبرې کړي.

هاخوا د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو د همغږۍ دفتر افغانستان او یو شمېر نور هېوادونه له قحطۍ سره مخ بللي.

اوچا په خپله ټویټرپاڼه خبرداری ورکړی، که د مرستې لپاره سمدستي او دوامداره اقدام و نه‌شي، په ۲۰۲۳ کال کې به ناورین جوړ شي.

ملګرو ملتونو سازمان وړاندې ویلي، ۲۸ میلیونه افغانانو هر څه ژر بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو ادارې افغانستان سره د بشري مرستو لپاره د څلور نیم میلیارډه ډالرو غوښتنه کړې، هغه چې پیدا کول یې په یوې خورا ستونزمنې چارې بدل شوي دي.

اړوند مطالب