شاته

مثلث؛ د ښځو په کار او تحصيل بنديزونه څه پايلې درلودای شي؟

مثلث؛ د ښځو په کار او تحصيل بنديزونه څه پايلې درلودای شي؟

د طالبانو له لورې په غیردولتي موسسو کې د ښځو د کار مخنیوی او پوهنتونونو ته د میرمنو د تګ ممانعت د افغانستان پر وضعیت څه اغیز کوي.

د ازادي راډیو په دې مثلث خپرونه کې دا مساله له میلمنو سره څیړو.

طالبانو له موسسو څخه د میرمنو د کارونو مخه پنځه ورځې وروسته تر دې ونیوله چې د پوهنتونونو دروازې یې تر ثاني امر پرې د نجونو پرمخ بندې کړې.