شاته

الجزيره د وژل شوي خبريالې مقدمه د جرمونو نړيوال عدالت ته وړې

الجزيره نټ ټېلې وژن د وژل شوي خپلې خبریالې شيرين ابو عاقله مقدمه د جرمونو نړيوال عدالت (اي سي سي) ته وړي چې د وژلو تور يې په اسرايلي امنيتي ځواکونو لګوي. اسرایل د خبریالي په وژل کېدو کې د ککړتیا خبره ردوي او وايي هغه د ډزو په تبادله کې لګېدلي وه.

د ای اېف پي خبري ادارې د رپورټ ترمخه الجزیره ویلي د فلسطینۍ امریکنۍ خبریالې د وژل کېدو په اړه یې نوي ثبوتونه معلوم کړي دي. الجزیره اي سي سي ته مقدمه د نهې/سې شنبې په ورځ وړاندې کړه.

ابو عاقله د وېسټ بېنک د جنین په مهاجر کېمپ کې د اسرایلي ځواکونو د چاپې د خبرنګارۍ په مهال د می په يولسمه نېټه په ډزو وژل شوي ده.

ای اېف پي وايي هر څوک کولی شي د هالېنډ په هېګ ښار کې انټرنېشنل کرېمېنل کورټ یا د جرمونو نړیوال عدالت ته خپله مقدمه يوسي خو ضروري نه ده چې عدالت دې په هر يوه عريضه مقدمه جوړه کړي.

د رپورټ ترمخهالجزيره وايي په عدالت کې داخل کړی شوې مقدمه کې نوي ثبوتونه او ويډيوګانې جمع کړل شوي چې ښيي څنګه شيرين او د هغې ملګري په مبینه توګه اسرايلي ځواکونو نېغ په نېغه په نخښه کړي. "د اسرایلي مامورینو دا دعوه چې شيرین په غلطۍ د ډزو په تبادله کې وژل شوي په مکمله توګه بې بنیاده ده."

ای اېف پي وايي کله چې د الجزيره وکيل ايي سي سي ته خپله مقدمه وړاندې کوله نو خبریال يې په عدالت کې موجود و.

د هېګ عدالت تېر کال په فلسطين کې د اسرايلي ځواکونو د جنګي جرمونو په حقله پلټنې پيل کړي خو اسرايل د اي سي سي اختيار نه مني ځکه چې هېواد د نړيوال عدالت غړی نه دی.

د اسرايل پوځ په سېپټمبر کې دا ومنله چې ممکنه ده د یو پوځي په ډزو په خطا کې ابو عاقله لګېدلي وي او ګڼل يې چط هغه وسله واله ده.

د اسرايل وزير اعظم يير ليپېډ په يو بيان کې ويلي “د اسرايل ډيفنس فورس (اي ډي ايف) د پوځيانو خلاف څوک هم پلټنې نه شي کولی. هيڅوک به مونږ ته په جنګ کې اخلاق نه راښايي او الجزيره خو بېخي نه”.

خبريالې د مړينې په وخت د ګوليو نه د ژوند ژغورلو د پاره زغره اغوستې وه چې پرې پرېس ليکلي شوي وو او په سر يې هېلمټ و خو په سر د ګولۍ لګېدو له سوبه مړه شوه. جينين په تاريخي توګه د فلسطينيانو او اسرايليانو تر منځ د جګړې ميدان پاتې شوې دی.

د ابوعاقلې یوې ورېرې لینا ابو عاقلې د ايي سي سي نه غوښتلې د د شرین ابو عاقلې د وژنې تحقیقات دې وکړي. لینا په هېګ کې خبري غونډې ته وویل توقع کوي چې ايي سي سي به د دوی په خواست ګام پورته کړي. هغې زیاته کړه د ایي سي سي وکیلا یا پراسېکیوټر کریم خان سره يې د ملاقات غوښتنه هم کړې ده.

د الجزیره وکیل راډني ډېکسن خبري غونډې ته وویل امید کوي چې ايي سي سي به د ابوعاقله د وژل کېدو په لړ کې انصاف وکړي.

د شکایتونو یا مقدمو د ترلاسه کولو وروسته دا فېصله د ايي سي سي وکیلان کوي چې کومې مقدمې ججانو یا منصفانو ته وړاندې کړي.

دا فېصله ججان کوي چې د عدالت وکیل یا پراسېکیوټر ته د ابتدايي تحقیقاتو حکم ورکړي او که نا؟ د ابتدايي تحقیقاتو وروسته د رسمي تحقیقاتو او بیا د فرد جرم مرحله وي. د ايي سي سي ترمخه د شکایتونو اکثریت د تحقیقاتو پړاو ته نه رسېږي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای اېف پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00