شاته

د چین ولسمشر شي جینپینګ سعودي عرب ته په درې ورځني سفر تللی

واشنګټن ـــــ د چین ولسمشر شي جینپینګ په درې ورځني سفر سعودي عرب ته تللی. ددې سفر مقصد له نورو موضوعاتو سره سره د بجلۍ په اړه د سیمې له مشرانو سره بحث ښودل شوی دی.

دا د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته نورو هیوادونو ته د چین د ولسمشر درېیم او د تېلو ستر پیدا کوونکي هېواد سعودي عرب ته له 2016م کال وروسته لومړی سفر دی.

د سعودي عرب سرکاري رسنۍ ویلي، د چین ولسمشر به په دې درې ورځني سفر کې له باچا ملک سلمان او ددې هیواد له شهزاده ولیعهد محمد بن سلمان سره ویني او هم به د ګلف د همکاریو شورا په غونډ کې ګډون کوي.

تمه کیږي چې د تیلو مارکیټونه به د چین او سعودي عرب د مشرانو تر منځ د بحثونو مهمه ایجندا وي، په خاص ډول په مارکیټونو کې پر هغو بدلونونو به خبرې کوي چې په فرورۍ میاشت کې پر اوکراین د روس له برید وروسته راغلي دي.

د سعودي عرب او روس په مشرۍ اوپیک پلس د یکشنبې- اتوار په ورځ پریکړه وکړه چې په ورځ کې به د تېلو د دوو میلینو بېرلو کموالی وساتي‌ چې په اکتوبر میاشت کې ورباندې اتفاق شوی وو.

سعودي عرب او چین ددې سفر د ایجنډا په اړه لږ معلومات ورکړي دي خو د سعودي حکومت ته نیژدې کارپوه علي شهابي ویلي چې تمه کیږي" د دواړو هېواونو تر منځ یو شمیر قراردادونه لاسلیک شي.

د چین ولسمشر دا سفر په داسې وخت کې کوي چې د سعودي عرب او امریکې اړیکې د انرجۍ، د سیمې د امنیت او بشري حقونو د اندېښنو له کبله په وروستیو کې څه نه څه کمزورې شوي دي.

کارپوهان وایي امکان لري د دواړو هیوادونو مشران به له بجلۍ پرته په هغو سترو منصوبو کې هم د چینایي کمپنیو پر ونډه بحث وکړي چې د سعودي عرب شهزاده محمد بن سلمان یې د انرجۍ د ګټو تر څنګ د نورو منصوبو له لارې د اقتصاد د پراخوالي لپاره په پام کې لري.

په اکتوبر میاشت کې د اوپیک پلس له خوا د تېلو د پیداوار د کموالي موافقه د دوو پخوانیو ملګرو هیوادونو سعودي عرب او امریکې اړیکو ته یو بل ګزار وو.

داسې ویل کیږي چې سعودي‌ عرب ته به د چینایي صدر سفر په واشنګټن کې په دقیقه توګه وڅارل شي. چین او سعودي عرب له وړاندې د وسلو د پلورلو او پیداوار په مقصد مشترک کار هم پیل کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00