شاته

تامس ویسټ له ملا یعقوب او کرزي سره په اماراتو کې کتلي

د افغانستان دپاره د امریکا ځانګړي استازي تامس ویسټ متحده عربي اماراتو ته د سفر په مهال د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت له سرپرست وزیر ملا یعقوب او د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره کتلي دي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د چهارشنبې په ورځ دسمبر ۷ (لیندۍ ۱۶) د امریکا غږ د پوښتنې په ځواب کې د طالبانو د دفاع له وزیر سره د ښاغلي ویسټ کتنه تایید کړه او زیاته یې کړه، دا چې دا سفر د طالبانو د پلاوي له سفر سره په یوه وخت وو، ښاغلي ویسټ د متحده ایالاتو د تعامل د تګلارې له مخې، له دې موقع ګټه پورته کړه.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: "ځانګړي استازي ویسټ له موقع په استفادې، د طالبانو له پلاوي سره په کتنه کې په افغانستان کې د بشري حقونو د خربېدونکي وضعیت او پر ښځو او نجونو باندې د طالبانو د پراخېدونکو بندیزونو په ګډون، متحده ایالاتو او نړيوالې ټولنې ته په مهمو مسلو باندې خبرې کړي."

ښاغلي ویسټ د متحده عربي اماراتو په پایتخت ابوظهبي کې د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي سره له کتنې وروسته لیکلي، پدې چې ولسمشر کرزی توانېدلی له افغانستان څخه بهر ته سفر وکړي، خوښ دی.

ویسټ په ټویټر کې لیکلي: "هغوی له طالبانو څخه د افغان ولس دا غوښتنه بدرګه کړه چې د ښځو او نجونو د حقونو احترام وکړي او د هېواد د راتلونکي دپاره ملي ډیالوګ پیل کړي."

ښاغلي ویسټ له دې یوه ورځ وړاندې ویلې وو چې د افغانستان د ملي پخلاینې د کمیسیون له پخواني مشر ډاکتر عبدالله عبدالله سره یې د افغانانو تر منځ د سیاسي ډیالوګ د پیلېدو په اړه په هند کې خبرې وکړې.

د طالبانو بیانیه

په عین وخت کې د طالبانو حکومت د دفاع وزارت د ملا یعقوب او د امریکا د ځانګړي استازي د کتنې پخلی کړی دی.

ددغه وزارت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي: "د ملي دفاع سرپرست وزیر د امریکا ځانګړي استازي ته ډاډ ورکړ، چې افغانستان امن دی، ټولې سرحدي پولې او فرضي نقطې یې خوندي دي او د افغانستان له خاورې څخه د سیمې او نړۍ هېوادونو ته هېڅ ګواښ نشته او نه به وي".

د افغانستان د سیاسي چارو یو کارپوه طارق فرهادي وايي، چې د امریکا د متحده ایالاتو او د طالبانو د حکومت ترمنځ د اختلاف وړ موضوعات ډیر زیات دي او که د دواړو خواو ترمنځ په کتنو کې ددغو اختلافي مسایلو ځینې هم حل شي دا به یو ګټور کار وي.

ښاغلي فرهادي وویل " په ځانګړي ډول اقتصادي مسایل چې ګټه یې د افغانستان ټولو خلکو ته رسیږي ځکه چې د افغانانو اقتصاد یو بحراني حالت ته داخل شوی دی. که په دې اړه ځینې مسایل حل شي دا کتنې به ډیرې ګټورې وي".

د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست متحده عربي اماراتو ته د خپل سفر پر مهال د دغه هیواد د امیر او د دوبۍ د امیر سره هم په جلا جلا توګه کتلي دي. د سیاسي چارو یو کارپوه قاضي حسن حقیار وايي، چې د امریکا د متحده ایالاتو او د طالبانو د حکومت ترمنځ په اړیکو کې داسې ستونزې او اندیښنې شته چې په یوه ناسته کې نشي هواریدلی او دوامداره تماسونو او خبرو ته اړتیا لري.

ښاغلي حقیار وویل " تیره میاشت د امریکا او امارت د چارواکو ترمنځ ناسته ترسره شوه هغه هم ګټوره وه اوس چې په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان د دفاع د وزیر ملایعقوب او تامس ویسټ ترمنځ ناسته ترسره شوه دا هم ګټوره ده".

د متحده عربي اماراتو رول

د طالبانو پلاوی او امریکايي استازی په داسې حال کې په متحده عربي اماراتو کې کتلي چې تر دې وړاندې د دواړو خواوو تر منځ دا ډول کتنې د قطر په پایتخت دوحه کې کیدلې.

د نړیوالو اړیکو افغان کارپوه سنګر امیرزاده وايي،متحده عربي امارات د سعودي عربستان د یو نږدې ملګري په توګه هڅه کوي، چې د افغانستان په مسلو کې ښکیل پاتې شي او ددغه هیواد په سیاست کې یو رول ولري.

ښاغلي امیرزاده وویل " که څه هم د طالبانو د دفاع وزیر ښاغلي یعقوب صاحب دا خبره وکړه، چې د هیواد څخه بهر مونږ چاته اجازه نه ورکوو، چې په نورو هیوادونو حمله وشي دې ته مونږ ژمن یو. طبعآ نړیواله ټولنه خپلې اندیښنې لري".

د نړیوالو اړیکو دغه کارپوه وايي، چې دافغانستان د وضعیت په اړه هم نړۍ او هم د سیمې هیودونه اندیښنې لري، چې باید دا اندیښنې هوارې شي. سنګر امیرزاده وايي، ترڅو چې په افغانستان کې د امنیتي ستونزو په اړه د نړۍ او سیمې د هیوادونو اندیښنې نه وي هوارې شوي، دی فکر کوي د طالبانو د اسلامي امارت په رسمیت پیژندل به ژر ممکن نه وي.

طالبانو د تیر ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست په پنځلسمه افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړی خو تراوسه د طالبانو حکومت هیڅ کوم هیواد په رسمیت نه دی پیژندلی.