شاته

‎په ايران کې په ملکي کچه درې ورځنی هړتال روان دی

په ايران کې احتجاج کونکو د درې ورځني هړتال په دويمه ورځ هم په کاروباريانو غږونه کول چې خپل کاروبارونه د شورو/چهارشنبې د ورځ پورې تړلي وساتي. هړتال د مهسا اميني د مرګ وروسته د احتجاجونو برخه ده.

احتجاج کونکو په دوکاندارانو غږ کړی چې دوکانونه بند وساتي تر څو حکومت اصلاحات ته کښېوي. عيني شاهدين وايي د نهې/سې شنبې په ورځ په ټول هېواد کې په غټه کچه کاروبارونه بند وو.

د وي او ای فارسي سروس د خبر تر مخه کم نه کم په اتيا ښارونو کې کاروبارونه بند وو چې پکې تهران، شيراز، اصفحان، يازد، ايلام، مشهد او کرج ښارونه شامل دي.

نيم سرکاري خبري ادارې اي ايس اين ای د تېر خالي/شنبې په ورځ د چيف پراسيکيوټر محمد جعفر منتظري په حواله ليکلي وو چې حکومت د هغه مذهبي پوليس څانګه تړلې ده د چا په ولقه کې چې مهسا اميني مړه شوې وه خو ولې احتجاج کونکي شکمن دي چې حکومت به داسې ګام واخلي.

وروستو هم د خالي په ورځ سرکاري ادارې الالم په يو رپورټ کې واضحه کړې وه چې د کومې عدليه منتظري نمايندګي کوي د مذهبي پوليس د چارو سره څه کار نشته.

حکومتي چارواکو په دې اړه ولس ته هيڅ غبرګون نه دی ښودلی خو ای پي خبري ادارې ليکلي دي چې په دې ورځو کې ډېر کم د مذهبي پوليس افسران په ښارونو کې په نظر راځي او دا ډېر عام دي چې ښځې د تپل شوي حجاب نه بغير په سړکونو او لارو کوڅو کې ګرځي.

په ايران کې هغه وخت د احتجاجونو لړۍ پيل شوه کله چې په سېپټمبر کې د مذهبي پوليس په ولقه کې دوويشت کلنه مهسا اميني مړه شوه. هغه ځکه يادو پوليسو نيولې وه چې د پوليس تر مخه اغلې اميني خپل سر د اسلامي حجاب سره سم پټ کړی نه و.

په روان احتجاج کې تر اوسه پورې په ايران کې د بشري حقونو د تنظيمونو د شمارو مطابق 471 احتجاج کونکي وژل شوي دي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای او د ای پي خبري ادارې د رپورټونو نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00