شاته

د مراکش فټبال ټیم په ورلډ کپ مقابله کې سپېن ته ماتې ورکړه او کوارټر فاینل ته ورسېدو

د مراکش قومي فټبال ټیم په قطر کې د فیفا ورلډ کپ په مېچ کې سپېن ته ماتی ورکړو او کوارټر فاینل ته ورسېدو.

سپېن د ورلډ کپ په غوره ټیمونو کې شامل و او مراکش نه د شکست وروته د ورلډ کپ نه بهر شو. دا پرله پسې دویم ځل دی د سپېن ټیم کوارټر فاینل ته د رسېدو نه مخکې د ورلډ کپ نه بهر شي.

مراکش په پېنلټي شوټ اوټ کې مېچ وګټلو. د مېچ په مقرره وخت کې یو ټیم هم ګول نه و کړی.

د مراکش ټيم د ۲۰۱۰ د ورلډ چمپېن په ضد په څلورو پېنلټي کېکس کې په دریو ګولونه وکړل او د مراکش ګول کيپر د سپېن د لوبغاړو دوه ورتنبول. دریم بال ګول سره د ټکر کېدو نه پس وتمبېدو.

اېسوسي اېټېډپرېس خبري اداره وايي مراکش یوازنی عرب او افریقايي ټیم دی چې په منځني ختیځ کې په لومړي ورلډ کپ کې لا پاتې دی.

د رپورټ ترمخه د مراکش باچا محمد شپږم قومي لوبډلې ته په بریا مبارکي ویلي او په ملک کې په پراخه کچه خوشحالۍ لمانځل شوي دي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای اردو څانګې او د ای پي نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00