شاته

پاکستان کې د لسیزو نه د روانې ترهګرۍ له امله پښتونخوا صوبه تر ټولو زیات معذوران لري

دحکومتي او غېر دولتي ادارو د شمېرو ترمخه د ابادۍ په تناسب خېبر پښتونخوا صوبه کې د جسماني معذورانو شمېره تر ټولو زياته ده او دغه معذوروانو کې دبيلا بيل ډول معذوران شامل دي ۔

په پېښور کې د معذورانو دپاره جوړ د درملنې او بيا رغونې د هېواد د تر ټولو ستر مرکز پېرا پلېجک سنټر مشر ډاکتر سيد محمد الياس وايي ، په دې صوبه کې د معذورانو دشمېرې زياتېدو يو لویې علت په سيمه کې د لسيزو روانه تر هګري هم ده چې د هر عمر تنان یې د بدني معذورتیا ښکار کړي دي ۔

وي او ای ډیوه سره خبرو کې ډاکتر الياس ووېل،د ملګرو ملتونو دښودلې فارمولې تر مخه د معذورۍ درې بنيادي وجې وي ،نا پوهي ،غريبي او تر تولو لويه وجه ترهګري او جنګونه دي، چي دغه درې واړه وجې په خيبر پښتونخوا کې څرګندې دي.

نوموړی وایي که کره شمېرې معلومې شي نو په دې صوبه کې به د معذورانو کچه نوره هم سېوا وليدل شي۔

د خېبر پښتونخوا د ټولنيزو چارو دحکومتي ادارې تر مخه سوات ضلعه کې د معذورانو کچه تر ټولو لوړه ده او ورپسې د کوز دير او بټګرام ضلعې دي.

د خېبرپښتونخوا د ټولنیزې ښېګړې د څانګې تر مخه په مجموعي 150,000 معذورانو کې 54,625 نارينه، 29,400 ښځې اؤ 27,000 څخه زيات ماشومان دي اؤ همداشان 15,000 کسان په ذهني توګه معذوره دي.

په ټولیزه توګه شپږ شپېته زره تنان د بېلابیلو جسماني ستونزو سره مخ شوي دي. ،ددغو شمېرو ترمخه په سوات کې 16000شپاړس زره، په دير کې10483 او په بټګرام کې 9672 کسان رجسټر شوي دي.

خو چارواکي په دې باور دي چې لا هم زرګونه کسان رجسټر شوD نه دي او دا په مکمله توګه نه ده معلومه چې د ترهه ګرۍ له وجې په خېبرپښتونخوا کښې د معذوره کسانو په شمېر کښې څومره اضافه شوې ده ۔

د حکومت له لوري دغو معذورانو ته کومې اسانتياوې ورکول کيږي او ددوي د ښېګړې دپاره موجود قانون ايا څومره عملي شوی دی؟ کله چې وي او ای ډيوه د ټيلي فون د لارې دغه پوښتنه د خېبرپښتنخوا اسمبلۍ د خېر ښېګړې دپاره دسټېنډنګ کمېتۍ مشرې ستاره افرين څخه وکړه نو نوموړې وویل دا وخت تر 15 سېکنډه هم په دغه موضوع خبره نه شی کولی او وجه یې دا وښودله چې دا وخت د ګوند مشر د وزيراعلا ماڼۍ ته راغلی او دا دغلته غوښتل شوې ده نو ځکه وخت نه لري چې په دې موضوع خبره وکړي ۔


په 2018 کال کې حکومت دغو تنانو ته دمعذورۍ دسند ورکولو دپروسې پیل کولو اعلان کړی و چې دوي ته به ددې سند په اساس په هره اداره کې دوه فيصده نوکرۍ ورکول کيږي خو لا تر دې دمه معذورانو ته د روزګار ورکولو دغه پروسه نه ده عملي شوې

  • 16x9 Image

    احسان محمد خان

    احسان محمد خان په صحافت کې  اوږده تجربه لري‌ اؤ دبیلابیلو نړیوالو رسنیو سره یې دخبریال په توګه دنده ترسره کړې ده۔
    هغه د وي او ای ډیوه دخپرونو دلړۍ پیل کیدو سره سم دخیبر پښتونخوا څخه ډیوه ته دټي وي، ریډیو ا ؤ ډیجیټيل میډيا په برخه کې  د اقتصاد ، سياست ،  کلتور  په اړه رپورټونه برابروي چې زیاتره  تجزیاتي اؤ معلوماتي بڼه لري۔

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00