شاته

چين د مظاهرو وروستو د کويډ په بندېزونو کې نرمې کړې ده

‎واشنګټن- د مظاهرو نه څو ورځې وروستو ښکاري چين د کوېډ د بندېزونو په پاليسۍ کې په ځينې ښارونو کې د کورنټين په اړه نرمي راولي خو دا لا نه ده معلومه چې دا ګامونه به هغه خلک تر کوم حده پورې مطمين کړي چې د اوږدې مودې نه په لاک ډاون کې دي.

ځينې خلکو په چين کې دې اوونۍ د نورو احتجاجونو غږ کړی خو دا به کتلی شي چې ولس لکه د تېرې اوونۍ دا ځل هم په سړکونو راوځي او که نه. تېره اوونۍ د شلو نه په ډېرو ښارونو کې لکه د سېول نافرمانۍ په څېر خلک راوتلي وو چې د چين په تاريخ کې ناشونې ده.

د هيومن رايټس واچ د چين د پاره ډايريکټر سوفي رچرډسن وي او ای ته ويلي “دا ويل مشکله ده چې دې اوونۍ به څه کيږي”.

هغې وويل “لږو خلکو دا ګمان کولو چې په ټول ملک کې به خلک سړکونو ته بغير د ماسکونو راوځي او د لاک ډاون د ختمېدو غوښتنه به وکړي”.

رچرډزسن وايي چيني چارواکو دا په ډاګه کړې چې نورې داسې مظاهرې نه غواړي ځکه يې مظاهرچيان خواره واره کړي وو، د څار لاندې يې ساتلي او ځينې يې نيولي وو خو دې ته هم تيار شوي چې په ځينې علاقو کې د کوېډ 19 په بندېزونو کې نرمي راولي.

چيني چارواکو دې اوونۍ ويلي داسې ګامونه اخلي چې د کرونا وايرس په محدوديت کې نرمي راولي. که هر څو هم چارواکو د مظاهره کونکو ذکر نه دی کړی خو د دې ګامونو پورته کول په دې معنا ګڼل کيږي چې په حکومتي بندېزونو کې نرمي ښودل د قهرجنو مظاهرچيانو د قلارولو د پاره کيږي چې نور احتجاجونه ونه شي.

د چين نايب وزير اعظم سن چونلان څوک چې د کرونا وايرس د بندېزونو د څار مشري کوي ويلي چين به د نرمۍ په اړه محدود ګامونه واخلي ځکه نوی حقيقت دا دی چې د وايرس نوی شکل اومېکران دومره خطرناک نه دی څومره چې د کوېډ 19 مخکني شکلونه وو.

د سي اين اين د رپورټ تر مخه د چين صدر ژي جېن پېن هم منلي چې د کوېډ سختو بندېزونو ته خلکو خپل غبرګون ښودلی او د يورپين يونين د يو چارواکي په حواله يې ويلي ژي د يونين صدر چالز مايکل ته په بيجېنګ کې ويلي چې مظاهره کونکي تر ډېره زده کونکي وو چې د بندېزونو خلاف يې مظاهره کړې.
د چارواکي تر مخه ژي جېن پېن هم په بندېزونو کې د نرمۍ اشاره ورکړې ځکه هغه ګڼي اومېکرون لکه د ډېلټا په رنګ خطرناک وايرس نه دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00