شاته

د خبریالانو د ملاتړ کمیټې د طالبانو له خوا د امریکا غږ راډیو د خپرونو بندیدل وغندل

د خبریالانو د ملاتړ کمیتې د طالبانو له خوا د اف ام پر څپو د امریکا غږ او آزادې اروپا راډیو/ آزادۍ راډیو د خپرونو بندول غندلي او ډیر ژر یې ددغو رسنیو د خپرونو د بیا پیل غوښتنه کړیده.

د مطبوعاتو د څار دغه بنسټ په یوې بیانیه کې له طالبانو غوښتې دي چې په افغانستان کې د رسنیو شدیده ځپنه پای ته ورسوي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لارښونې پر اساس په افغانستان کې د امریکا غږ او آزادۍ راډیو خپرونې په منځنۍ او اف ام څپو د پنجشنبې په ورځ ډسمبر اوله (لیندۍ لسمه) بندې شوې.

د خبریالانو د ملاتړ کمیټې د آسیایي پروګرام مدیر بیهلیچ یي وویل: (( د رسنیو له دې وروستیو ځپلو ښکاري چې طالبان په افغانستان کې د مطبوعاتو د آزادۍ د تضمین په اړه له خپلې ژمنې په شاه کیږي.))

د امریکا غږ آشنا راډیو په بیلابیلو پروګرامونو کې د مختلفو مسایلو په اړه د افغانانو غږ چې په کورنیو رسنیو کې د طالبانو له خوا سانسور کیږي، د نړیوالو غوږونو ته رسوي.

د طالبانو د ډلې حکومت، د امریکا غږ او آزادۍ راډیوګانو د خپرونو د بندیدو په اړه له خپل موقف څخه دفاع کړې ده او ادعا یې کړې چې دغو دوو رسنیو د افغانستان د رسنیو قوانین نقض کول.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یو کتبي بیان کې امریکا غږ ته وویل: (( افغانستان مطبوعاتي قوانین لري او هره شبکه چې په مکرر ډول دا قوانین نقض کړي، د راپور ورکولو او د افغانستان په داخل کې د خپرونو امتیاز ورڅخه اخیستل کیږي.))

ښاغلي بلخي زیاته کړه: (( امریکا غږ او آزادۍ راډیو ونه توانیدل چې دې قوانینو ته ژمن ووسي، د مکررو ناقضینو‌ په توګه وپيژندل شول، او نه توانیدل چې مسلکي عمل وکړي چې په نتیجه کې یې خپرونې بندې شوې.))

خو د امریکا غږ د افغانستان د څانګې مشر حسیب الکوزي دا تورونه رد کړل او ویې ویل چې دې خبري رسنۍ د خپلې محتوا په اړه هیڅ شکایت ندی ترلاسه کړی.

ښاغلي الکوزي زیاته کړه: (( دا زموږ د خپرونو د بندیدو لپاره ساختګي دلایل دي. حقیقت دادی چې موږ د هغو مسایلو په راپور ورکولو کې چې کورنیو رسنیو د طالبانو د غچ اخیستلو له ویرې پوښښ نشوای ورکولی، موثر وو.))

د آزادې اروپا/ آزادي راډیو رهبري هم د طالبانو نیوکې رد کړي او ویلي دي چې دا رسنۍ به خپله تګلاره بدله نکړي.

د آزادې اروپا/آزادۍ راډیو رئیس او مدیر مسول جیمي فلای وویل: (( موږ له خپلو تجارتو پوهیږو چې زموږ مخاطبان ډیره هڅه کوي چې موږ پیدا کړي. حقیقت په بشپړ ډول نشي ځپل کیدای.))

له تازه محدودیتونو مخکې، د امریکا غږ آشنا راډیو د اف ام د ۱۵ څپو او دوو منځنۍ څپو له لارې په ورځ کې ۱۲ ساعته په دوو پښتو او دري ژبو له افغانستان څخه خپرونې درلودې.

د امریکا غږ سرپرستې یولاندا لوپز وویل: (( له کورنیو څپو څخه به د امریکا غږ حذف، موږ چپ نکړي. دا یوازې د افغانستان په داخل کې زموږ مخاطبانو ته زموږ د خدمت اهمیت زیاتوي.))

د امریکا غږ آشنا راډیو چې د افغانستان په داخل کې شاوخوا ۷.۳ میلیونه اوریدونکي لري، له رامنځ ته شوي مشکل څخه په تیریدو، له دې وروسته خپل پروګرامونه له افغانستان څخه بهر د منځنیو څپو ۹۷۲ کیلوهرتز په مټ افغان مینه والو ته وړاندې کوي.

سربیره پر دې، د آشنا راډیو پروګرامونه په منظم شکل د امریکا غږ په سپوږمکۍ (یاست ۴۶۹) چینل او د پښتو او دري ویبسایټونو او فسیبوک پاڼو په ګډون ددې رسنۍ په دیجیتلي شبکو خپریږي. ددې تر څنګ امریکا غږ په فعال شکل هڅه کوي چې له بیلابیلو لارو څخه په افغانستان او بهر کې خپلو مینه والو ته خپلې خپرونې ورسوي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې قدرت ته تر رسیدو وروسته د رسنیو پر آزادیو جدي محدودیتونه وضع کړي دي چې د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو امنیت او هوساینه یې له خطر سره مخ کړې ده.

د بې پولو خبریالانو سازمان د وروستي راپور له مخې، په کابو تیر یو کال کې ۲۱۹ چاپي، صوتي او تصویري رسنۍ له فعالیت څخه پاتې شوي دي. د یاد سازمان په وینا، پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو مخکې، په یاد هیواد کې ۵۴۷ رسنیو فعالیت کاوه خو اوس مهال یوازې ۳۲۸ رسنۍ فعالیت لري.