شاته

امریکې د تحریک طالبان پاکستان مرستيال مشر نړیوال ترهګر ګرځولی

امریکې د القاعده برصغير يا هند د لويې وچې او تحریک طالبان پاکستان مشران نړيوال ترهګر ګرځولي دي، او په افغانستان کې د ترهګرۍ د زیاتېدونکو ګواښونو ضد مبارزې ژمنه يې کړې ده.

د امريکې د بهرنيو چارو وزارت د القاعده برصغير مشر [امیر] اسامه محمود، مرستیال مشر عاطف يحیا غوري، محمد معروف د القاعده د ګمارنې مسول، او تحریک طالبان پاکستان دويم مشر قاري امجد ځانګړي نړيوال ترهګر ګرځولي دي.

ويل شوي قاري امجد په خېبرپښتونخوا کې د عملياتو او تندلارو څارنه کوي. قاري امجد د ملګرو ملتونو د کال 2020 په يو رپورټ کې هم د تحريک طالبان پاکستان مرستيال ياد کړی شوی وو.

پرون د زیارت/ پنجشنبې په ورځ [لومړي دسمبر] د امریکې د بهرنيو چارو وزارت په وېب پاڼه خپور شوي بیان کې د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن ويلي، امریکا ژمنه ده چې په افغانستان کې د القاعده برصغير او تحریک طالبان پاکستان لخوا د ګواښونو مخنيوي وکړي.

هغه ويلي دا د ترهګرۍ ضد مبارزې هغه نه ستړې کېدونکې لړۍ ده چې افغانستان بيا د نړيوالې ترهګرۍ دپاره ونه کاريږي.

په بيان کې زياته کړی شوې کوم کسان چې نړیوال ترهګر ګرځول شوي په امریکا کې د دوی اثاثې ضبط شوي او امريکايان د دغو کسانو سره د ورکړې راکړې څخه منع کړی شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزير ویلي، دغه ګام يې چې پورته کړی دا د هغې ژمنې دوامداره ساتلو لړۍ ده چې نړيوال ترهګر بيا د دې جوګه نه شي چې د افغانستان خاوره د نړيوالې ترهګرۍ دپاره وکاروي.

امریکې دا ګام په داسې حال کې پورته کړی چې تحریک طالبان پاکستان په 28 نومبر د پاکستان د حکومت سره ډز بندي ختمه کړې او په ټول ملک کې د حملو کولو وروسته يې په 30 نومبر په کوټه کې د پوليسو په ټرک ځانمرګی بريد او له دغې وروسته د نورو بريدونو زمه وارۍ هم منلي دي.

پرون د زيارت/ پنجشنبې په ورځ [لومړي دسمبر] د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله ویلي چې تحریک طالبان پاکستان د افغانستان او پاکستان په ګډون د ټولې سیمې لپارہ خطره ده.

هغه ويلي، "زمونږ ګاونډي او ورور ملک افغانستان چې د پاکستان له لوري ورته هر ډول مرستې او کومک ورکول کېږي، د هغوی لپاره هم بايد دا د فکر وړ خبره وګرځي".

امریکې په لومړي اګست په کابل کې د ډرون بريد د لارې د القاعده مشر ایم الظواهري وژلی او ويلي يې وو د طالبانو حکومت د القاعده مشر ته په ځای ورکولو د دوحې د تړون سرغړونه کړې ده.

خو طالبانو دغه بريد غندلی او د دوحې د تړون سرغړونه يې ورته ويلې وه. په افغانستان کې د تير کال د اګست د مياشتې راهسې واکمن طالبان وايي د دوحې تړون ته ژمن دي چې د افغانستان خاوره به د نړيوالې ترهګرۍ دپاره کارېدو ته نه پرېږدي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00