شاته

کرکټ: انګلېنډ د پاکستان ضد ټېسټ سيالۍ کې ريکارډونه جوړ کړي

د انګلېنډ کرکټ لوبډله چې د ټېسټ/ پينځه ورځنیو سياليو دپاره د پاکستان په دوره ده، د پاکستان ضد لومړۍ ټېسټ سيالۍ په لومړۍ ورځ يې د ټېسټ کرکټ په تاریخ کې ريکارډونه جوړ کړي دي.

زيات رنزونه

د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې روانې ټېسټ سيالۍ کې د انګلېنډ لوبډلې په لومړۍ ورځ په 75 اوورونو کې په څلورو لوبغاړو سوځېدو 506 رنزونه جوړ کړي دي.

له دې وړاندې په يوه ورځ کې تر ټولو زياتو رنزونو جوړولو ريکارډ د اسټريليا لوبډلې سره وو په 1910 کې د جنوبي افريقې سره په سيالۍ کې په يوه ورځ کې 494 رنزونه جوړ کړي وو.

د لوبغاړو سينچريانې/ سليزې

د انګلېنډ لوبډلې چې د سيالۍ پچه ټاس ګټلی او لومړی بېټنګ يې اخستی څلورو لوبغاړو يې سليزې جوړې کړي دي. د کوربه پاکستانۍ لوبډلې بالران يې د زياتو رنزونو جوړولو نه په مخه نیولو کې نه دي کامیابه شوي.

د انګلېنډ زيک کرالي او بېن ډکټ د اننګز پېل کړی، او زيک کرالي په 56 بالونو 100 رنزونه پوره کړي دي، هغه د انګلېنډ لومړی لوبغاړی ګرځېدلی چې تیزه سليزه يې جوړه کړې ده.

د هغه سره مل ډکټ هم په 105 بالونو 100 رنزونه جوړ کړي دي.

د دغو دواړو لوبغاړو سوځېدو وروسته اولي پوپ هم په 104 بالونو 108 رنزونه جوړ کړي دي.

په څلورم نمبر هېري بروک په 81 بالونو 101 رنزونه جوړ کړي او لا اوټ شوی نه دی، بروک په 14 چوکو/ څلوريزو کې په پاکستاني بالر سعود شکيل په يو اوور کې په هر بال څلوريزه وهلې ده.

د يوې ورځې په لوبه کې د انګلېنډ لوبغاړو په مجموعي توګه 74 څلوريزې او درې شپږيزې وهلي دي.

د ټېسټ کرکټ په تاريخ کې دا لومړی ځل دی چې د لوبې په لومړۍ ورځ څلورو لوبغاړو سليزې جوړې کړي دي.

د پاکستان نوي بالران

پاکستانۍ لوبډله کې څلور لوبغاړي په لومړي ځل سيالۍ ته راوستل شوي دي چې پکې زاهد محمود، محمد علي، حارث روف او سعود شکیل شامل دي.

شاهين شاه افريدي او حسن علي په سيالۍ کې نه لوبيږي.

زاهد محمود 23 اوورونه کړي 160 رنزونه پرې جوړ شوي او دوه لوبغاړي یې سوځولي دي، په محمد علي په 17 اوورونو کې 96 رنزونه جوړ شوي يو لوبغاړی يې اوټ کړی او په نسيم شاه په 15 کې 96 رنزونه جوړ شوي دي.

حارث روف 13 اوورونه کړي او 78 رنزونه پورې جوړ شوي او يو لوبغاړی يې اوټ کړی دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00