شاته

رپورټ: په نړۍ کې جمهوريت کمزوری کيږي او امريت وده مومي 

جمهوريت په نړۍ کې خپل مقام ځکه بايللی چې د خلکو د انتخابي عمل په قانوني حيثيت باور کميږي او ليدل کيږي چې د اظهار ازادۍ ته خنډان اچول کيږي.

د اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې د رپورټ‌ترمخه د جمهوریت او د امریت یا د زور واکۍ په اړه دغه تاثر د يوې نړيوالې ادارې په تحقيق کې مخې ته راغلی چې د نورو ټولنيزو شخړو د هوارولو سره سره د جمهوريت د ودې د پاره کار وکړي.

د څلور دېرشو هېوادونو دغه اداره چې په اينټرنيشنل اينسټيټيوټ فار ډيموکريسي اسېسټنس (ايي ډي اي ای) نومول شوې په خپل رپورټ کې ويلي جمهوریت د کمزورې کېدو لاملونه دا دي چې د جمهور واک ځکه کميږي چې د رڼو انتخابونو په نتيجو ګوزارونه کيږي، د ځوان کول د سياسي ګوندونو نه لاتعلقي، د سياسي مشرانو بې غوري او د ښي اړخه سخت دريځه سوچ وده موندل سياست ګډ وډ کړی دی.

ادارې په خپل کليز رپورټ کې د جمهوريت د حالت په اړه ويلي د هغه هېوادونو شمېر د يو په دوه نه هم ډېر شوی چرته چې امريت دی په نسبت د هغه ملکونو چې جمهوريت په لوري روان دي. امريتونو یا زورواکۍ په نړۍ کې خپلې پنجې ښخې کړي او په معلوم تاريخ کې د امريت د ودې د ټولو بد کال 2021 و.

امريت په افغانستان، بيلاروس، کمبوډيا، کاموروس او نيکاراګوا کې پښې مظبوطوي.

په رپورټ کې چې په 173 هېوادونو کې يې د جمهوريت کچې ته کتنه کړې وېل شوي چې په تېرو پينځو کلونو کې په جمهوري هېوادونو کې ترقي ودرېدلې ده.

د ايي ډي اي ای سيکرټري جنرل کيوېن کيسېز زمورا وايي دا اوس د جمهوريتونو د پاره لازمي ده چې هغې علتونو ته بيا کتنه وکړي چې دا حالات يې پيدا کړي لکه د مثال په توګه خلک ګران قيمته ژوند تېروي، د ايټمي جنګ ويره لري او د موسمي بدلون سره مخامخ دي.

هغه وويل دا چرې هم دومره اړينه نه وه لکه چې اوس دې جمهوري هېوادونه دې ته پام راوګرځوي او خپلو ولسونو ته وښيي چې دوی کولی شي نوې عمراني معاهدې ولري چې پرې خلک د تقسيمېدو په ځای متحد شي.

په يورپ کې په تېرو پينځو کلونو کې په اولس ملکونو کې جمهوريت کمزوری شوی چې د معياري جمهور لرونکو هېوادونو 46% برخه يې متاثر کړې.

په ايشيا او پيسېفېک کې جمهوريت په کمېدو دی او امريت په وده کې دی. البته په يادو سيمو کې د نيمې نه زياته ابادي په جمهوري هېوادونو کې اوسي او په دې کې 85% ابادي په هغه ملکونو کې ده چرته چې جمهوريت کمزوری او لا په شا تللی دی.

تر دې چې جمهوريت په اسټريليا، جاپان او تايوان کې هم د زوال سره مخ دی.

رپورټ وايي په اووه هېوادونو کې چې جمهوريت پکې په شا تللی درې هېوادونه په براعظم امریکا کې دي کې دي چېرته چې ادارې کمزورې شوي دي. په بوليويا، برازيل، ايلسېلواډور او ګويټېماله کې جمهوريت کمزوری شوی دی.

د رپورټ ترمخه د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ وروستو په امريکا کې هم جمهوريت ته خطر شته چې د کانګرس سياسي اثر کم شوی او د اوږدې مودې نه ورکړل شوي حقونه بيرته اخستل شوي.

د ادارې په رپورټ کې ويل شوي نړۍ په نازک موړ ولاړه ده او کوښښونه روان دي چې په مناسبه لاره داسې نظام جوړ شي چې د جمهور واک پکې وده وکړي.

په دې کوښښونو کې په موده جمهوري نظام کې بدلون راوستل او د يو نوي عمراني تړون ته بيا کتنه ده چې څنګه د وګړي او رياست ترمنځ داسې رابطه جوړه شي چې د نوي دور د غوښتنو او ضرورتونو خيال پکې وساتل شي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې د رپورټ نه اخیستل شوي دي


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00