شاته

سروی: د امریکې د مقبولیت شرح د افغانستان په پښتنو کې اته فیصد او په هزاره ټولنه کې 53 فیصد ده

افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا یو کال وروسته په هېواد کې شوي سروی موندلي چې امریکا د اته فیصد پښتنو دپاره مقبولیت لري اوپه هزاره ټولنه کې د امریکې د مقبولیت شرح 53 فیصد ده.

د وي او ای د رپورټ ترمخه په افغانستان کې د امریکې په اړه دغه سروی ګېلپ نومې ادارې کړې ده.

ګېلپ په یو بیان کې وویل په مجموعي توګه په افغانستان کې د امریکې د مقبولیت کچه 18 فیصد ده چې د تېر کال د 14 فیصد نه زیاته ده خو د هېواد د مختلفو قومونو خلک د امریکې په اړه بدل بدل نظر لري.

ګېلپ وویل د افغانستان د هزاره ټولنې 53 فیصد غړي د امریکې د رهبرۍ حمایت کوي.

د رپورټ ترمخه د افغانستان د انذازهً 36 مېلین ابادۍ 12 فیصد هزاره دي چې زیاتره د شیعه مسلک منونکي دي.

ګېلپ وايي د افغانستان د 34 ولایتونو څخه په 21 ولایتونو کې یې 1000 ښځو او سړو سره سږ کال د سروی یا نظر پوښتنې دپاره مرکې وکړې.

د رپورټ ترمخه پښتانه د افغانستان اکثریت قوم دی او په پښتنو کې د امریکې د مقبولیت کچه اته فیصد وه. د پښتنو پسې دویم لوی قوم تاجک دي او په تاجکو کې د امریکې د مقبولیت شرح 23 فیصد وه.

رپورټ وايي په افغانستان د واکمنو طالبانو اکثریت مشران پښتانه دي.

رپورټ وايي د دې باوجود چې امریکا په افغانستان کې د ښکیتیا پېچيده تاریخ لري او بیا هم د چین او روس نه یې زیات افغانان خوښوي. په افغانستان کې د روس او چین د مقبولیت شرح 14 فیصد موندل شوي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه په تېرو شلو کلونو کې امریکې په افغانستان کې دوه ټرېلین ډالر خرچ کړي، د هېواد په جنګ کې د ‌150000 نه زیات کسان وژل شوي دي چې پکې لږ تر لږه 2400 امریکايي عسکر هم شامل دي.

د اګست په میاشت کې د پېیو نومې ادارې په سروی کې برخه اخیستونکو د 69 فیصد امریکایانو دا نظر و چې امریکا په افغانستان کې په خپل مقصد کې ناکامه شوي ده.

د ګېلپ سروی موندلي چې په تېر یو کال کې افغانان د مایوسۍ ښکار شوي‌ دي. 98 فیصد افغانانو ویلي چې په موجوده نظام کې د ژوند حالات خراب شوي او 11 فیصد افغانان امید لري چې د اینده نسل دپاره به حالات بهتر شي.

ګېلپ په خپل بیان کې وویل چې 22 فیصد افغانانو ګڼل چې په ملک کې یې د ښځو احترام کېږي. یو کال مخکې دغه شرح 31 فیصد وه.

د کېلپ یوې تجزیه کارې جولي ری وویل یو مثب اړخ چې په سروی کې موندل شوی هغه دا دې چې ډیر افغانان اوس د تحفظ احساس کوي او 52 فیصد وايي په خپلو کلیو کې د شپې یوازې ګرځېدلی شي. مخکې دغه شرح 22 فیصد وه.

د اقوام متحده یو رپورټ ویلي طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس 90 فیصد افغانان غربت ته ورغلي دي.

د وي او ای رپورټ وايي افغانستان کې د اقتصادي بدحالۍ ذمه واري طالبان د مغربي ملکونو په اقتصادي بندیزونو، د افغانستان د اثاثو په منجمد کېدو او هېواد سره په ترقیاتي منصوبو کې مرستې په ودرولو پورې کوي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال اکمل داوی د رپورټ نه اخیستل شوي دي


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00