شاته

د امریکا رهبري د هزاره ګانو تر منځ تر ټولو زیات او د پښتنو تر منځ تر ټولو لږ محبوبیت لري - سروې

یوه تازه سروې ښيي چې، د څه باندې یو کال راپدیخوا چې متحده ایالاتو په افغانستان کې خپل نظامي او دپلوماتیک حضور پای ته رسولی، د افغانانو تر منځ د امریکا د رهبرۍ د محبوبیت اندازه یو څه لوړه شوې ده.

د امریکا د ګیلوپ ادارې په سروې کې چې په افغانستان کې بشپړه شوې، ښودل کیږي چې تیر کال د افغانانو تر منځ د متحده ایالاتو د رهبرۍ د محبوبیت اندازه ۱۴ په سلو کې وه خو سږ کال دا اندازه ۱۸ فیصدو ته لوړه شوې ده.

پدې سروې کې ښودل شوې چې د امریکا د رهبرۍ د محبوبیت اندازه په افغانستان کې د قومونو تر منځ ډیر توپیر لري.

ددې سروې په اړه د ګیلوپ په اعلامیې کې راغلي چې په افغانستان کې د امریکا د رهبریت د محبوبیت کچه تر ټولو د هزاګانو په منځ کې لوړه ده.

په اعلامیې کې راغلي چې په هزارګانو کې د امریکا د رهبرۍ د محبوبیت کچه ۵۳ فیصده، او په تاجکانو کې دا اندازه ۲۳ فیصده ده.

پدې څیړنې کې څرګنده شوې چې د پښتنو تر منځ چې د افغانستان تر ټولو ستر قوم دی، امریکا د رهبریت محبوبیت اندازه یوازې ۸ په سلو کې ده چې تر ټولو ټیټه ده.

د ګیلوپ ادارې د دې سروې لپاره د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د ۱۰۰۰ میرمنو او سړیو سره مرکې کړي.

د طالبانو ډیری مشران پښتانه دي چې د ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۲۰ پورې یې د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو په خلاف په افغانستان کې جګړه کوله.

خو د افغانستان سره د متحده ایالاتو د دې پیچلي تعامل سره سره، لا هم دا هیواد د چین او روسیې په پرتله ډیر محبوبیت لري. په افغانانو کې د روسیې او چین د مشرتابه د محبوبیت اندازه یوازې ۱۴ په سلو کې ده.

متحده ایالاتو په افغانستان کې په تیرو شلو کالونو کې د خپل نظامي ماموریت پر مهال شاوخوا ۲ ټریلیون ډالر لګولي او ۲۴۰۰ سرتیري یې هم وژل شویدي.

خو د دې ټولو سره سره، په یوې سروې کې چې د ۲۰۲۲ کال د اګست په میاشت کې د پیو څیړنیز مرکز کړې وه، ۶۹ په سلو کې امریکایانو ویلي و چې متحده ایالات په افغانستان کې د خپلو اهدافو په تر لاسه کولو کې ناکام شوي و.

امریکا په ۲۰۰۱ کال کې وروسته تر هغه په افغانستان برید وکړ چې د سپټمبر د ۱۱ مې ترهګریز بریدونه وشول او امریکا یې ملامتي په القاعده شبکې واچوله. طالبانو د دې شبکې د هغه وخت مشر اسامه بن لادن ته پناه ورکړې وه او د امریکا دا غوښتنه یې ونه منله چې بن لادن ورته وسپاري.