شاته

طالبانو د امریکا غږ خپرونو د بندولو د پریکړې دفاع وکړه

د طالبانو حکومت په افغانستان کې د امریکا غږ او آزادۍ رادیو د خپرونو د بندولو د پریکړې دفاع کړې او ادعا یې کړي چې دې دواړو ادارو د افغانستان د مطبوعاتو د قوانینو څخه سرغړونې کړي.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د حکم له مخې، د افغانستان دننه د امریکا غږ او آزادۍ رادیو خپرونې سر د پنجشنبې ډسمبر اوله (لیندۍ۱۰) د مخکنیو منځنۍ او ایف ایم په څپو بندې شوې، خو امریکا غږ به په نویو منځنیو او لنډو څپو خپلو خپرونو ته ادامه ورکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د دې ډلې د پریکړې په هکله امریکا غږ ته په یو پیغام کې لیکلي، "افغانستان د مطبوعاتو قوانین لري او هره شبکه چې په پرله پسې توګه دا قوانین مات کړي، د افغانستان دننه د راپور ورکولو او خپرونو کولو امتیاز ترې اخیستل کیږي."

ښاغلي بلخي زیاته کړه، "امریکا غږ او آزادۍ رادیو پدې قوانینو عمل کولو کې ناکام شوي، او پرله پسې ناقضین پیژندل شوي، د مسلکیتوب په ښودلو کې ناکام شوي نو له همدې کبله یې خپرونې بندې شوي."

امریکا غږ او آزادۍ رادیو د متحده ایالاتو په ملاتړ چلیدونکي مطبوعاتي ادارې دي چې د خبریالۍ د استقلالیت له مخې فعالیت کوي او هدف یې د متوازنو او جامع خبرونو خپرول دي.

امریکا غږ آشنا راډیو د دې محدودیتونو څخه وړاندې په افغانستان کې د ۱۵ ایف ام او ۲ منځنیو څپو د لارې هره ورځ ۱۲ ساعته خپرونې درلودې چې ۶ یې په پښتو او پاتې ۶ یې په دري ژپو وې چې د افغانستان څخه خپریدې.

امریکا غږ د خپلو خپرونو له لارې د هغو مسایلو په اړه راپورونه خپرول چې طالبانو به په داخلي رسنیو کې سانسور کول چې د نړیوالو تر غوږونو ونه رسي.

تر دې مخکې طالبانو د مارچ په ۲۷ نېټه د امریکا غږ اشنا تلویزون خپرونې چې له تېرې یوې لسیزې راهېسې د افغانستان د ملي تلویزون، طلوع، طلوع نیوز او لمر څخه خپرېدې، هم بندې کړي.

د امریکا غږ، چې په افغانستان کې دننه شاوخوا ۷.۳ میلیون اورېدونکي لري، اعلان کړی چې له دې وروسته به په افغانستان کې دننه خپلو اورېدونکو ته له بهر څخه د ۹۷۲ کیلو هرتز متوسطه څپو له لارې خپرونې کوي.

د بې پولې خبریالانو سازمان په تازه راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې د طالبانو د راتګ څخه وروسته ۴۰ په سلو کې مطبوعاتو او ۶۰ په سلو کې خبریالانو خپل فعالیت د لاسه ورکړی.

امریکا غږ د خپلو خپرونو له لارې د هغو مسائیلو په اړه راپورونه خپرول چې طالبانو به په داخلي رسنیو کې سانسور کول چې د نړیوالو تر غوږونو ونه رسي.

تر دې مخکې طالبانو د مارچ په ۲۷ نېټه د اشنا تلویزون خپرونې چې له تېرې یوې لسیزې راهېسې د افغانستان د ملي تلویزون، طلوع، طلوع نیوز او لمر څخه خپرېدې، هم بندې کړي.

د امریکا غږ، چې په افغانستان کې دننه شاوخوا ۷.۳ میلیون اورېدونکي لري، اعلان کړی چې له دې وروسته به په افغانستان کې دننه خپلو اورېدونکو ته له بهر څخه د ۹۷۲ کیلو هرتز متوسطه څپو له لارې خپرونې کوي.

په دې سربېره به د امریکا غږ اشنا خپرونې د امریکا غږ په سپوږمکۍ (۴۹۶ یاست کانال) کې او همدغه راز په پښتو او دري د ویبسایټونو، فیسبوک پاڼې او ډیجیټلي شبکو کې خپرېږي.

امریکا غږ هلې ځلې کوي چې له نورو لارو چارو څخه هم خپلې خپرونې په افغانستان کې دننه د خپلو اورېدونکو تر غوږونو ورسوي.

د امریکا غږ دري خپرونې د ۱۹۸۰ کال د اکتوبر په میاشت کې او پښتو خپرونې يې د ۱۹۸۲ کال د جولای په میاشت کې پیل شوې.

طالبان د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې په افغانستان باندې واکمن شول او له هغه راهېسې یې په رسنیو باندې یو لړ بندیزونه لګولي دي. د بې سرحده خبریالانو د وروستي راپور په اساس، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته ۲۱۹ تصویري، غږیزې او چاپي رسنۍ تړل شوي دي. د طالبانو تر راتګ مخکې په افغانستان کې ۵۴۷ رسنیو فعالیت لره.