شاته

افغانستان څخه د امریکا له وتلو وروسته د واشنګټن او اسلام آباد اړیکې

پاکستان چې په افغانستان کې یې د امریکا ترمشرۍ لاندې نږدې دوه لسیزو جنګ کې لوی رول لوباوه، د بایډن ادارې د ۲۰۲۲ کال د ملي امنیت په ستراتیژۍ کې شامل نه و.

سږکال پاکستاني مشرانو هڅه وکړه چې له امریکا سره اړیکې له سره تنظیم کړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، بلاول بهټو زرداري او ورسره مل پلاوي تېره میاشت واشنګټن ته سفر وکړ.

ښاغلي زرداري وویل: "پخوا د پاکستان او متحده ایالاتو ترمنځ اړیکې تر ډیره بریده په افغانستان کې له وضعیت سره تړلې وې. له جیو ستراټيژیکو او جیوپولټیکو ملاحظاتو سره. او اوس یې وخت دی چې له دې ورهاخوا ولاړ شو."

په افغانستان کې د جنګ پرمهال د شل کلن ایتلاف له پای ته رسېدو وروسته، د ولسمشر بایډن ادارې، د خپل ملي امنیت په ستراټیژۍ کې چې په اکټوبر کې خپره شوه، پاکستان شامل نه کړ.

د هند لپاره د پاکستان پخوانی عالي کمیشنر، عبدالباسط وايي، که څه هم پاکستان له هرهغه هیواد سره چې ګټه یې وي، دوه اړخیزو همکاریو ته مایل دی خو، د هغه په خبره، "په داسې حال کې چې پاکستان د چین ستراټيژیک متحد وي، نشي کولی چې د امریکا ستراټیژیک متحد هم پاتې شي."

شنونکي وايي، په پاکستان کې اقتصادي ستونزې، سیاسي بې ثباتي او د امریکا ضد پراخ احساسات، له امریکا سره د دغه هیواد همکاري ستونزمنه کوي.

پخواني صدراعظم عمران خان د اپریل په میاشت کې د صدارت له مقام څخه د ده په لرې کېدو کې امریکا په لاس لرلو تورنه کړه، هغه تور چې د واشنګټن د انکار با وجود یې د هغه په میلیونونو پلویان اوس هم مني.

د امریکا د سولي د انسټیټیوټ څېړونکې، تمنا سالک الدین وايي، د پاکستانیانو تر منځ د امریکا ضد احساسات، امریکا ته دا ستونزمنه کوي چې له پاکستان سره په ښکاره ډول کار وکړي.

د روسیې له خوا په اوکراین باندې د برید د پیل کېدو په ورځ په مسکو کې له ولسمشر پوتین سره د عمران خان د عکسونو خپرېدو اسلام آباد خجالته کړ خو آغلې سالک الدین وايي، روسیه د امریکا او پاکستان د اړیکو مهم عامل ندی.

مېرمن سالک الدین وویل: "له چین سره د پاکستان ژورې پوځي، اقتصادي او د انرژۍ په برخو کې اړیکې هغه عمده لامل دی چې د امریکا او پاکستان اړیکې ورباندې راڅرخي."

ډيرو شنونکو په اسلام آباد کې له نوي حکومت سره د امریکا اړیکې او د ۴۵۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د پاکستان د اف ۱۶ جټ الوتکو د حفظ او مراقبت لپاره شوې معاملې ته د یوې مثبتې نښې په توګه وکتل.

خو دغه پلان هند غوسه کړ، ځکه نوی ډیلی دا ډول معاملې خپل امنیت ته ګواښ ګڼي.

خو ښاغلی باسط وايي د امریکا او هند ترمنځ د چین د نفوذ د مخنیوي لپاره پراخېدونکې اړیکې د پاکستان په ملي امنیت هم اغیز کوي.

د هند لپاره د پاکستان پخواني عالي کمیشنر وویل: "د کواډ په چوکاټ کې په داسې طریقې سره چې متحده ایالات د ۲۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت هند ته دفاعي تجهیزات برابروي، د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د هند د دایمي غړيتوب ملاتړ کوي او هم یې د اټومي تدارکاتو په ګروپ کې، نو دا ټول هغه شیان دي چې زمونږ امنیت په مستقیم ډول ګواښي."

د اکټوبر په میاشت کې ولسمشر جو بایډن پاکستان د هغو خطرناکو هیوادونو څخه وباله چې له کوم انسجام پرته اټومي وسلې سنبالوي. د بایډن دا څرګندونې اسلام آباد وغندلې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وروسته ډاډ ورکړ چې پاکستان د خپلو اټومي وسلو د ساتلو توان لري.

ځینې اندېښنه څرګندوي چې له چین سره د واشنګټن سیالي ښايي په اټومي وسلو سمبال هند او پاکستان ترمنځ په ستراټيژیک ثبات ناوړه اغیزه وکړي.

د امریکا د سولي د انسټټیوټ څېړونکې، تمنا سالک الدین وویل: "مونږ د نه حل کېدو وړ، له داسې یوې متقابلې اغیزلرونکې معما سره مخامخ یو، چېرې چې پاکستان د خپلو وسلو او ستراټيژیکې موازنې د ساتلو لپاره هند ته ګوري، هند چین ته او چین بیا امریکا ته ګوري. په دې توګه هریو، بل لوی هیواد ته ګوري، خو دلته د بحران په تیره بیا هند او پاکستان ترمنځ او د چین او هند ترمنځ د دوهمې او درېیمې درجې اغیزې موجودې دي. او زما په نظر امریکا باید دغه ټول په پام کې وساتي."

۲۰۲۳ په پاکستان کې د ټاکنو کال دی، کله چې نوی حکومت رامنځته شي پرېکړه به وکړي چې له امریکا سره څه ډول رابطه غواړي.

واشنګټن ټینګار کوي چې په پاکستان کې د خوښې وړ سیاستوال نه لري، او له هر هغه مشر سره به چې د دغه هیواد خلک یې وټاکي، کار وکړي.