شاته

فوټبال؛ جرمني له نړیوال جام څخه ووت، جاپان او مراکش بل پړاو ته ولاړل

په قطر کې د فوټبال د نړیوال جام په روانو سیالیو کې نن پنجشنبه ډسمبر لومړۍ (لیندۍلسمه) څلور لوبې وشوې چې جرمني په کې له نړیوال جام څخه ووت؛ جاپان، هسپانیا او مراکش بل پړاو ته لاره وکړه.

که څه هم جرمني په خپلې وروستۍ لوبې کې کوستاریکا ته ۴-۲ ماتې ورکړه، خو په ګروپ کې یې د جاپان او هسپانیا امتیازونه ډېر وو.

جرمني یوه لوبه بایللې، یوه یې ګټلې او یوه یې مساوي کړې وه چې بل پړاو ته د تګ لپاره کافې نه وو.

په بلې په زړه پورې لوبې کې جاپان بیا هسپانیا ته ۲-۱ ماتې ورکړه، جاپان له جرمني څخه هم لوبه ګټلې وه. هسپانیا هم بل پړاو ته لاره وکړه.

په دوو نورو لوبو کې مراکش کاناډا ته ۲-۱ ماتې ورکړه او پل پړاو ته یې لاره وکړه او د کروشیا او بلجیم لوبه بیا صفر-صفر پای ته ورسېده.

سبا د جمعې په ورځ وروستۍ ګروپي لوبې دي چې جنوبي کوریا له پرتګال، ګانا له یوراګوای، صربیا له سویزرلنډ او کامیرون له برازیل سره مخامخ دي. له دغو لوبو وروسته به د ۱۶ غوره لوبډلو ټول ټیمونه مشخص شي چې اوله لوبه یې د شنبې په ورځ د امریکا د متحدو ایالتونو او هالنډ ترمنځ ده.

قطر او کاناډا دوه هغه هېوادونه دي چې په نړیوال جام کې یې یوه لوبه هم ونه ګټله او خپلې درې واړه لوبې یې وبایللې.