شاته

د پاکستان پوځ:  د شمالي وزيرستان په  جګړه کې یو  عسکر  او يو ترهګر وژل شوی

افغانستان سره په پوله پرتې د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعې شمالي وزیرستان کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمینځ نښته کې یو پاکستانی عسکر او یو وسله وال وژل شوي بل لور دوه ورځې وړاندې په میر علي سیمه کې د وژل شوو کسانو د پېښې په ضد په بنو کې احتجاجي مظاهره شوې ده.

د پاکستان پوځ ويلي، وسله والو سره نښته د شمالي وزیرستان په شیوا سیمه کې شوې چې د پاروش په نوم د کوهاټ سیمې سره تړاو لرونکی 35 کلن یو پوځي حوالدار پکې وژل شوی دی.

پوځ ویلي د ترهګرو برید ته پاکستاني پوځیانو هم غاښ ماتی ځواب ویلی او د امنیتي ځواکونو سره د ډزو په تبادله کې یو ترهګر وژل شوی دی.

پوځ په بیان کې دعوی کړې چې د وژل شوي ترهګر له قبضې څخه وسله او بارودي مواد ترلاسه شوي دي.

پوځ د برید کوونکي پیژندګلو نه څرګنده کړې او ویلي په امنیتي ځواکونو بریدونو او د ترهګرۍ په نورو پیښو کې ککړ پاتې شوی دی.

د دې پېښې زمه واري لاقانونه ګرځول شوې تحریک طالبان پاکستان وسله والې ډلې منلې ده، ټي ټي پي درې ورځې وړاندې د پاکستان د حکومت سره ډز بندي ختمه کړې او پرون يې په کوټه کې د پوليسو په ګاډي د ځانمرګي بريد زمه واري هم منلې وه.

په شمالی وزیرستان کې دا پېښه په داسې کې حال شوې چې درې ورځې وړاندې په 28 نومبر هم په شمالي وزیرستان کې بیا د هدفي وژنې پېښه شوې او میر علي بازار کې د سرو زرو کاروبار کوونکي درې زرګران تر تښتولو وروسته وژل شوي وو.

پرون په بنو کې دې پېښې پرضد احتجاجي مظاهره شوې چې پکې په دغه پېښه کې ککړو کسانو مالومولو او د ترهګرۍ د پېښې غندنه شوې ده،

د احتجاجي مظاهرې ته وینا پرمهال په بنو کې د پي ټي ایم فعال لطیف وزیري د علاقې په امنیت پوښتنې راپورته کړي او ویلي يې دي چې هر ځایې کې د امنیتي ځواکونو پوستې دي بیا دا نامالومه کسان د کوم ځایی نه راشي کارروایي وکړي او بیا په پرامنه طریقه سره لاړ شي.

په دې وروستیو کې په شمالي او جنوبي کې په امنیتي عسکرو بریدونو او د هدفي وژنو پېښو کې اضافه شوې ده.

په ورستيو کلونو کې د پاکستان پوځ د افغانستان سره په پوله جنوبي او شمالي وزیرستان کې د وسله والو خلاف عملیات کړي او يلي يې دي چې سیمه یې د وسله والو نه خالي کړې ده خو د سیمې اوسېدونکي وايي د علاقې امنیت د تسلۍ وړ نه دی.

په 16 نومبر د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په لکي مروت کې د پولیس عسکرو وژنه غندلې وه او ویلي وو "ترهګري اوس هم د پاکستان يوه مهمه مسله ده".

هغه ویلي وو "زمونږ وسله والو ځواکونو او پوليس د دې په زړورتیا سره مقابله کړې ده".

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

کېلیفورنیا کې ځايي مېرمنې څنګه د افغان کډوالو مرستې کوي؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:29 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00