شاته

ټامس ویسټ د افغانستان پر مسایلو د خبرو لپاره جاپان، هند او عرب اماراتو ته اته ورځنی سفر کوي

واشنګټن ـــــ د افغانستان لپاره د امریکې ځانګړی استازی د یوې اوونۍ په سفر نن جاپان، هندوستان او متحد عرب اماراتو ته روانېږي، چې مقصد یې په افغانستان کې د بشري او اقتصادي بحران او د افغانانو د بشري حقونو په اړه خبرې کول دي.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د خلکو د ژوند کمزوري اقتصادي حالت ملګري ملتونه او نړیوال اندېښمن کړي او په دې اړه پرله پسې غونډې او خبرې اترې کوي چې څنګه دغه بحران ختم کړل شي.

اوس تازه د افغانستان لپاره د امریکې ځانګړی استازی ټامس ویسټ هم د سیمې د هېوادونو په سفر ځي چې څنګه په دې هېواد کې د بشري او اقتصادي ناورین مخه ونیول شي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه بیان کې ویلي چې ښاغلی ویسټ به د دسمبر له لومړۍ تر اتمې نېټې پورې د جاپان، هندوستان او متحده عرب اماراتو په سفر روانېږي.

وزارت پخپل بیان کې وایي چې ټامس ویسټ به د امریکې له متحدینو او افغانانو سره په افغانستان کې د بشري او اقتصادي بحران، د افغانانو د حقونو د خوندیتوب او ګډو امنیتي اندېښنو په اړه سلا مشورې کوي. په بیان کې ویل شوي:

"ځانګړی استازی ویسټ به د بشري حقونو له مبارزینو، تجارانو، سیاستوالو او د رسنیو د استازو په ګډون له بهرمېشتو افغانانو سره هم ویني او له هغوی سره به خبرې اترې کوي چې څنګه [په افغانستان کې] چېلنجونه ختم کړل شي".

ښاغلي ټامس ویسټ هم د شورو- چارشنبې په ورځ ناوخته پر ټویټر لیکلي چې په دې اته ورځني سفر کې به په جاپان، هند او عرب امارتو کې د افغانستان د ستونځو د حل کولو لپاره خبرې وکړي. ښاغلي ویسټ لیکلي:

"له خپلو همکارانو سره [به] د بشري مرستو د دوام او په افغانستان کې د نجونو او ښځو لپاره د تعلیم او بشري حقونو د دفاع په برخه کې د مهمې همکارۍ په اړه خبرې وکړم".

ټامس ویسټ په داسې وخت باندې دغو هېوادونو ته سفر کوي چې په تېرو دوو ورځو کې په تاجکستان کې «د هرات امنیت خبرې» تر سرلیک لاندې دوه ورځنۍ غونډه کې په افغانستان کې د یو ټولشموله حکومت پر جوړېدو خبرې او بحثونه وشول.

د افغانستان د سیاسي چارو څېړونکي وایي د ټامس ویسټ دا سفرونه ډېر اغېزمن او ګټور نه شي ثابتېدای، ځکه چې وایي هغه دا ډول سفرونه مخکې هم کړي دي، وایي امریکا باید له طالبانو سره د بشري حقونو او د نجونو د تعلیم په اړه مخامخ خبرې پیل کړي.

سیاسي څېړونکی محمد جواد رحیمي وایي، په افغانستان کې له اوسني کړکېچه وتل بیړنیو او عملي ګامونو ته اړتیا لري، ښاغلي رحیمي وي او اې پښتو ته ویلي:

"یو له هغو فوري او عملي اقداماتو څخه دا دی چې ښاغلی ویسټ له طالبانو سره مخامخ خبرې پیل کړي او د اړتیا په صورت کې او د ضروري سمونو د راوستو لپاره پر طالبانو د سیاسي فشارونو له راوستو کار واخلي."

د افغانستان لپاره د امریکې سفارتکارې کېرین ډیکر هم په دې غونډه کې ګډون کړی وو او پر ټویټر یې د پنجشنبې- زیارت په ورځ پر خپل لیکلي چې په دې غونډه کې د افغانستان، هند، تاجکستان او نورو ځایونو له ښځو څخه اغېزمنه شوې چې خپل سکوت یې مات کړی دی. مېرمن ډیکر لیکلي:

"هر کله چې افغانان د افغانستان په اړه خبرې کوي تل انرجي لري او د هرات په امنیتي غونډه کې یې هم انرجي لرله، هیله منه یم چې دلته کرل شوي تخمونه د افغانانو تر منځ په داخل افغانستان او بهر کې په نړیوالو خبرو بدلې شي."

د شاوخوا پینځلسو میاشتو له تېرېدو وروسته هم تر اوسه د نړۍ هیڅ هیواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. نړیوالې ټولنې ویلي د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل په افغانستان کې د ټولشموله حکومت له جوړېدو، د نجونو د تعلیم، د ښځو د کار او ټولو افغانانو د بشري حقونو له پر ځای کېدو سره تړاو لري.

ځانګړې ویډیوګانې

کېلیفورنیا کې ځايي مېرمنې څنګه د افغان کډوالو مرستې کوي؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:29 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00