شاته

بلاول بوټو:مشرقي پاکستان کې دماتې علتونه سیاسي نه پوځي وؤ

دپاکستان دبهرنیو وزیر او دپاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري ویلي مشرقي پاکستان د پوځي ناکامیو له وجې بنګله دیش جوړ شوی دی.

تر دې وړاندې دمشرقي پاکستان پېښې ته دپاکستان دپوځ پخواني سرلښکر جنرل قمر باجوه دې ته سیاسي ناکامي ویلي وه.

خو څیړونکي او قانون پوهان وایي مشرقي پاکستان په یوه ورځ دوه کې نه دی جدا شوی بلکې د مودې راهسې په مشرقي پاکستان کې د بنیادي حقونو محرومۍ په سیاسی توګه هوارې نه کړی شوې او بیا د پوځي ناکامۍ په نتیجه کې بنګله دیش جوړ شو.

پوهان وایي دا د ټولو ادارو او سیاست مداراونو مجموعي ذمه واري ده چې باید چې دتېر وخت د تېروتنو نه زده کړه وکړي او د مرکزي او صوبایي حکومتو نو تر منځه ستونزې په سیاسي توګه هواری کړی شي.

دپاکستان پیپلز ګوند مشر او د خارجه چارو وزیر بلاول بوټو زرداري ویلي مشرقي پاکستان د پوځي ادارو د ناکامۍ له وجې جدا شوی او د پیپلز ګوند مشر ذوالفقار علي بوټو د پاکستان مات شوی قام بیا جوړ کړی او هغه 90زره قیدیان یې واپس راوستی وؤ کوم چې د پوځي ناکامۍ په نتیجه کې قید وو .

یوه اوونۍ وړاندې د پاکستان د پوځ پخواني سر لښکر جنرل قمر جاويد باجوه پخپله الوداعي وینا کې ویلي وؤ چې مشرقي پاکستان جدا کیدل سیاسي ناکامي وه او دقید شوؤ پوځیانو تعداد 34 زره و .

څیړونکی او خبریال شمس مهمند په دې هکله وایي دده په اند دمشرقي پاکستان پېښه کې د سیاسي او پوځي دواړو ادارو غلطۍشامل دي او باید چی هغه غلطی بیا تکرار نه کړل شي .

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي "اوس هم هغه غلطۍ روانې دي او دواړه ادارې دغه غلطۍ کوي او په دې کې په سیاست مدارانو زیاتې ذمه وارۍ پریوځي"

مشرقي پاکستان او موجوده بنګله دیش په 16م دسمبر کال 1971 کې د پاکستان څخه جدا شوی او څیړنې وایي په هغه وخت کې سیاسي ګوند عوامی لیګ د 1970 په عامو ټول ټاکنو کې په مشرقي پاکستان کې زیاتې چوکۍ ترلاسه کړې وې او په مغربي پاکستان کې پیپلز ګوند زیات سیټونه ګټلی وو خو په پاکستان کې د هغه وخت حکومت د عوامي لیګ مشر مجیب الرحمان ته د حکومت جوړولو اجازه نه وه ورکړې.

د ایین او قانون ماهر اکبر هوتي ایډوکیټ وایي په پاکستان کی د مودو راهسې د وسایلو د ویش ستونزه راروانه ده اؤ دغه ستونزه نن هم شته.

هغه وایي په هغه وخت کې د سیاسي او اقتصادي ستونزو د هواري دپاره سیاسي کوششونه نه وو شوي او د مشرقي پاکستان د خلکو په محرومیو کې اضافه شوې وه.

"دمشرقي او مغربي پاکستان د ولس تر منځه د احساس محرومۍ توپیر و او ون یونټ هم یوه ستونزه وه او هم په دغه وجه سیاسي غیر یقیني صورت حال جوړ شو او دپاکستان پوځ مداخلت وکړو چې له امله یې مشرقي پاکستان بنګله دیش شو"

څیړنې وایي د 1970 د لسیزې پورې پرله پسې پوځي حکومتونه روان وو او د جنرل ایوب خان نه وروسته جنرل یحیحی خان ته حکومت حواله کړی شو چې له امله یې جمهوري اډانې ته هم نقصان رسیدلی و.

د عبدالولي خان پوهنتون استاذ ډاکټر عبدالشکور وایي په پاکستان کې اوس هم وړې صوبې د محرومیو ښکار دي او باید دې ته پام وکړی شي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وایي" دا سوال ډیر مهم دی چې مونږ تاریخ څخه ځان خبر کړو او راتلونکي کې داسې ستونزې هوارې کړو د بلاول بهټو دا بیان هم دی خبری ته اشاره کوي او هغوی پخپله هم د یو داسې صوبې سره تعلق لري چی محرومۍ لري ،په بلوچستان کې محرومۍ دي،په خیبر پښتونخوا کې ستونزې دي او که دې ته کتنه ونه کړی شي نو وفاق به کمزوری شي"

څیړنې وایي د مشرقي پاکستان په اړه ګڼ شمیر کتابونه هم لیکل شوي او بیا ددې د پلټنو دپاره دحمود الرحمان کمیشن رپوړټ هم راغلی چې پکې ذمه وار خلک په ګوته شوي خو ولس ته ښکاره نه دي.

ځانګړې ویډیوګانې

کېلیفورنیا کې ځايي مېرمنې څنګه د افغان کډوالو مرستې کوي؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:29 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00