شاته

امریکا وایي چین دخپلو دفاعي صلاحيتونو ښودنې لپاره په پاکستان انحصار زيات کړى دى

د امريکا ددفاع دمحکمې د رپوټ ترمخه چين پاکستان خپل تر ټولو باوري سټراټیجک همکار هيواد ګڼي او د خپلو دفاعي صلاحيتونو د ښودنې لپاره یې په پاکستان انحصار هم زيات کړى دى.

څيړونکي وايي په ظاهره چين پاکستان کې د اقتصادي پروژې او نورو منصوبو د لارې دپاکستان معاشي پر مختيا غواړي خو چين په راتلونکي کې ګوادر بندر ګاه او پاکستان کې نور ځايونه دخپل دفاعي مقصد لپاره د کارولو هم غرصي دى.

د چاينا ملټري پاور ٢٠٢٢ په سرخط د امريکا ددفاع محکمې دغه رپورټ کې د پاکستان او چين د ژورې سټراټیجکي او خپل مينځي همکارى په اړوند يو شمير مثالونه ورکړل شوي دي.

د انګريزى ژبې ورځپاڼې ډان ترمخه دغه رپورټ کې د پاکستان او چين ځواکونو تېر کال د ګډو بحري مشقونو او د چين له خوا پاکستان ته دجديد دفاعي سامان او جنګي الوتکو د ورکولو حواله ورکړل شوې ده.

ر پوټ وايي چين د پاکستان نه علاوه روس هم خپل ډير نزدې سټرايټيجکي هيواد ګڼي خو ددفاعي چارو د څيړنکار ډاکټر پرويز هودبای په نظر کې پاکستان د چين لپاره بيا دومره اهميت نه لري څنګه چي دغه رپوټ کي ذکر شوى دى.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې هغه وويل داحقيقت دى چې پاکستان د خپل دفاعي ضرورياتو لپاره زيات انحصار په چين کوي خو چين پاکستان د يوې مهرې په توګه کاروي او د پرويز هودبای په خبره چین زياتره پاملرنه تائیوان او نورو شخړو ته کوي.

د امريکا ددفاع وزارت رپورټ زياتوي چين د روډ اينډ بيلټ منصوبې لاندې دخپلو اتحادي ملکونو د معيشت پرمختيا غواړي.

د دفاعي چارو بل يو څيړونکى ډاکټر ای ايچ نئیر وايي وړاندې به پاکستان د خپلې دفاع زیاتره ضروريات د امريکا نه پوره کول او اوس چين د هغى نه زیات پاکستان سره دفاعي مرستى کوي او پاکستان ته یې جديدې جنګي الوتکې او جوهري ريکټرې هم ورکړې دي.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې ډاکټر ای ايچ نئیر دا هم په ګوته کړه چې چين د ګوادر بندر ګاه کنټرول کې هم غرضي دى او غواړي چې دا بندرګاه د خپل دفاعي غرض لپاره وکاروي.

ډاکټر ای ايچ نئیر زياته کړه د سري لنکا مثال د هر چا په وړ اندې دى چې د چين ورپورې رقم ورسره نه و نو بدل کې یې چين د سري لنکا بندر ګاه د سلو کالو په ليز یا ګاڼه واخسته.

څرګنده دى وي پاکستان باندې ورپورې ١٣٠ اربو ډالر کې د چين قرضه ديرش اربه ډالر ده.

د امريکا ددفاع محکمې رپورټ زياتوي تير کال پاکستان کې دچينايي انجئنیرانو په ګاډي شوې خود کش حمله چې پکې لس چينایي وګړي وژل شوى وو، دا پيښه هم چين د ترهګرۍ د مخنيوي په نوم پاکستان کې د خپل دفاعي اثر زياتولو لپاره کارولې وه.

له دغه ترهګریز برید وروسته پاکستان کې د هغې وخت دتحريک انصاف حکومت دغه حمله کې د وژل شوؤ چينايي وګړو کورنيو ته لکونو ډالر هرجانه یا تاوان ورکړی ؤ.

ځانګړې ویډیوګانې

کېلیفورنیا کې ځايي مېرمنې څنګه د افغان کډوالو مرستې کوي؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:29 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00