شاته

امریکا د سمنګان ولایت 'دیني مدرسې' کې پرونۍ چاودنه وغندل

د افغان ښځو او نجونو د حقوقو په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازې رینا امیري او د امریکا د سفارت شارژدافیرې کرن ډیکر د سمنګان ولایت په یوې دیني مدرسې کې د تیرې ورځې چاودنه غندلې او هغه یې 'وحشیانه' بللې ده.

د طالب چارواکو د معلوماتو په اساس تیره ورځ د سمنګان ولایت مرکز ایبک یوې دیني مدرسې کې د چاودنې له امله ۱۵ کسان ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول.

د افغان ښځو او نجونو د حقوقو په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازې رینا امیري یادې چاودنې ته په غبرګون کې ویلي چې د ماشومانو په وړاندې ورته تاوتریخوالی د افغانستان پر راتلوونکي برید دی.

اغلې امیري زیاته کړې: "د سمنګان ولایت وحشیانه چاودنه چې په ځانګړي ډول د ماشومانو او ګڼو کسانو د وژل کېدو او ټپي کېدو لامل شوه،ډېره زړه بوږنونکې ده.د ماشومانو په وړاندې دا ډول ناځوانمردانه تاوتریخوالی د افغانستان پر راتلوونکي برید دی چې باید ودرول شي."

نوموړي ویلي چې زړه یې د یادې پيښې د قربانیانو له کورنیو سره دی.

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو سفارت شارژدافیرې کرن ډیکر د پنجشنبې په ورځ ډسمبر لومړۍ (لېندۍ لسمه) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د افغان ماشومانو باید احترام او ساتنه وشي.

اغلې ډیکر زیاته کړې: "په سمنګان ولایت کې پر دیني مدرسې د چاودنې غندل، د افغان ماشومانو باید احترام او ساتنه وشي.موږ باید د خپلو ماشومانو له ژوند څخه د وحشت جرړې وباسو."

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف هم په سمنګان ولایت مدرسې کې د تیرې ورځې چاودنه غندلې ده. د یونیسف په وینا د لومړنیو معلوماتو له مخې په دغه چاودنه کې یو شمېر ماشومانو ته هم مرګ ژوبله رسېدلې ده.

د طالب چارواکو په وینا ویاده چاودنه تیره ورځ په مرکز ابیک کې د «الجهادیه» په نوم دیني مدرسه کې د ماسپښين لمانځه پر مهال رامنځته شوې ده.

د سمنګان ولایت لپاره د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس امداد الله سمنګاني امریکا غږ ته وویل چې په دغه چاودنه کې ۱۵ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت هم تیره ورځ وویل چې په دغه چاودنه کې وژل شوي کسان د دغې مدرسې زده کوونکي دي.

تر دا مهاله په سمنګان ولایت کې د تیرې ورځې چاودنې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.