شاته

طالبانو له ننه په افغانستان کې د وي او اې پښتو او ازادۍ رېډیو پر خپرونو بندیز اعلان کړی

واشنګټن ـــــ د طالبانو حکومت په افغانستان کې له دې کبله د وي او اې پښتو او رېډیو فري یورپ یا ازادۍ رېډیو پر خپرونو بندیز اعلان کړی چې وایي د دغو رېډیوګانو د موادو په اړه ورته شکایتونه شوي دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا په خپره شوې لارښوونه کې امر شوی چې پر ایف ایم او منځنۍ څپو د دغو ادارو خپرونې د دسمبر له لومړۍ نېټې بندېږي، خو د تر لاسه کړو شکایتونو په اړه یې نور تفصیلات نه دي ورکړي.

وي او اې پښتو او ازادۍ رېډیو د ایف ایم د 15 څپو او دوو منځنیو څپو له لارې په افغانستان کې دننه د ورځې 24 ساعته خپرونې کولې چې دوولس یې پښتو او دوولس ساعته یې دري وې.

وي او اې په تېر شاوخوا یونیم کال کې د خپلو خپرونو له لارې د هغو مسایلو په اړه زیات رپوټونه خپرول چې طالبانو به په داخلي رسنیو کې سنسر کول او نه یې غوښتل چې د نړیوالو تر غوږونو ورسېږي.

طالبانو تر دې مخکې د روان کال د مارچ پر 27مه د وي او اې اشنا ټیلیویژن خپرونې هم بندې کړې وې چې له تېرې یوې لسیزې راهیسې د افغانستان د سرکاري ملي ټیلیویژن، طلوع، طلوع نیوز او لمر ټیلیويژن باندې خپرېدلې.

د طالبانو د دې نوي بندیز په اړه د وي او اې لنډمهالې مشرې یولانډا لوپیز په یوه بیان کې ویلي دي چې د اشنا رېډیو پر خپرونو بندیز به وي او اې غلې نه کړي او دا رسنۍ به خپلو اورېدونکو ته باوري، کره او هراړخیز خبرونه رسوي او خپلې خپرونې به روانې ساتي.

وي او اې په افغانستان کې دننه شاوخوا 7.3 میلینه اورېدونکي لري او اعلان کړی چې له دې وروسته به په افغانستان کې دننه خپلو اورېدونکو ته له بهره د 972 کیلو هرټز منځنۍ څپو له لارې خپرونې کوي.

وي او اې په لومړي ځل په 1980م کال د افغانستان لپاره لومړی په دري ژبه خپرونې پیل کړې او بیا یې په 1992م کال کې په پښتو خپرونې پیل کړې او په 2006م کال کې یې د پاکستان د پښتنو لپاره هم د وي او اې ډیوه په نوم خپرونې پیل کړې.

طالبان د 2021م د اګست په میاشت کې پر افغانستان واکمن شول او له هغه راهیسې یې په رسنیو باندې یو لړ بندیزونه لګولي دي او ځینې خبریالان یې د کار پر وخت نیولي، وهلي ډبولي او په بند کې ساتلي دي.

د بې سرحده خبریالانو د وروستي رپوټ له مخې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته 219 تصویري، غږیزې او چاپي رسنۍ بندې شوې دي. وایي د طالبانو تر راتګ مخکې په افغانستان کې 547 رسنیو کار کاوه.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00