شاته

د پاکستان د ډبرو سکرو په یو کان کې چاودنې نهه کارګران وژلي

پاکستاني چارواکو د چهار شنبې په ورخ نومبر ۳۰ (لیندۍ نهمه) وویل چې د پاکستان په شمال لودیځ د اوروکزیو په سیمه کې د ډبرو سکرو په یو کان کې د ګازو له امله د چاودنې په نتیجه کې نهه کارګران وژل شوي دي.

د څیړنو یو ټیم ویلي دي چې د ګازو جرقه په دې کان کې د چاودنې د رامنځ ته کیدو لامل شوېده.

د پولیسو د کمیشنر مرستیال عدنان فرید وویل، د چاودنې پرمهال ۱۳ کارګران په کان کې په کار بوخت وو او چارواکو وکړای شول څلور کارګر په داسې حال کې وژغوري چې سخت ټپي شوي وو.

د پاکستان د حکومت د راپور له مخې، د چاودنې له امله کان راوغورځید خو ددې کان د ګازو د نوعیت په اړه یې جزیات ورنکړل.

په کانونو کې د ګازو راټولیدل اکثریت وختونه په پاکستان کې د چاودنو د رامنځ ته کیدو لامل کیږي.

د ډبرو سکرو د کانونو کارګرانو شکایت کړی چې د امنیتي وسایلو نشتون او د کار د بد وضعیت اکثریت وختونه په کانونو کې د مرګونو پيښو د رامنځ ته کیدو لامل کیږي.

په ۲۰۱۱ کال کې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ډبرو سکرو په یو کان کې د چاودنې له امله کابو ۴۳ کسان ووژل شول.