شاته

یوناما: د دایکندي د 'سیواک' سیمې د پيښې په اړه څېړنې کوو

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یا (یوناما) وايي، د دایکندي ولایت په «سیواک» سیمه کې د یو شمېر کسانو د وژل کېدو په اړه څېړنې کوي.

یوناما د پنجشبې په ورځ ډسمبر لومړۍ (لېندۍ لسمه) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې په یاده سیمه کې د ماشومانو په ګډون د ملکي تلفاتو په اړه راپورونه ورکړل شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ ویلي: "یوناما هڅه کوي چې د دایکندي په سیواک سیمه کې د وروستۍ پېښې په اړه حقایق ومومي. دغلته د ملکي تلفاتو او د ماشومانو په ګډون لږ ترلږه د ۸ کسانو د غیر قانوني وژنو ډیر جدي راپورونه ورکړل شویدي. یوناما په دې تړاو د باوري تحقیقاتو او حساب ورکونې د اړتیا په اړه له طالبانو سره ښکیل ده."

یوناما پر داسې مهال د څېړنو خبر ورکوي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا (یونیسف) د روانې نومبر میاشتې پر ۲۵مه هم په یاده سیمه کې د څلورو ماشومانو د وژل کېدو خبر ورکړی و.

مخکې د افغانستان (وحدت اسلامي حزب) مشر محمد محقق ویلي و چې تیره اونۍ په دغه ولایت کې د طالب سرتیرو د عملیاتو پر مهال د یوې ښځې او څلورو ماشومانو په ګډون نهه کسان وژل شوي دي.

محمد محقق یاده پېښه د بشري حقونو نقض بللی و او د بشري حقونو له ټولنو څخه یې د یادې قضیې په اړه د څېړنو او اقدماتو غوښتنه کړې وه.

د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهې ویاند صبغت الله احمدي هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه پېښه غندلې وه او په اړه یې د څېړنو غوښتنه کړې ده.

خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د روانې نمبر میاشتې پر ۲۶مه وویل چې په دایکندي ولایت کې د طالب سرتیرو د عملیاتو پر مهال وژل شوي کسان ملکي وګړي نه، بلکې د دوی وسله وال مخالفین دي.

نوموړي زیاته کړې چې یاد عملیات پر هغو وسله والو کسانو تر سره شوي چې ددوی پر ضد یوه کور کې راټول شوي و.د مجاهد په وینا طالب سرتیرو د سیمي د سپین ږیرو په مرسته د یادو کسانو د تسلیمولو هڅه وکړه، خو وايي، هغوی مقاومت وکړ.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي و چې د دغه عملیاتو پرمهال ۹ تنه وسله وال وژل شوي او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.