شاته

رینا امیري: نړۍ خصوصاً مسلمان هېوادونه دې د افغانو ښځو په ملاتړ یو شریک او زورور پیغام ورکړي

واشنګټن ــــ د افغانو ښځو او نجونو د حقونو لپاره د امریکې ځانګړې استازې رینا امیري د نړۍ له مشرانو په ځانګړې توګه له مسلمان اکثریتي هېوادونو غوښتي چې په ټولنه کې د افغانو ښځو د ګډون لپاره یو شریک او زورور پیغام ورکړي.

مېرمن رینا امیري د نومبر پر 29مه په خپله ټوېټر پاڼه په دوو پرله پسې ټویټونو کې د خپلو حقونو لپاره د افغانو مېرمنو او نجونو مبارزه ستایلې ده. امیري د ښځو د بشري حقونو د مبارزه کوونکو د نړیوالې ورځې په مناسبت لیکلي:

"د ښځو د بشري حقونو د مبارزینو پر نړیواله ورځ تر افغان مېرمنو او نجونو زیات بل د زړورتیا مثال موندل به ګران وي چې د خپل تعلیم او کار د حق لپاره مبارزه کوي او غواړي له خپلو کورنیو سره مرسته وکړي".

د تېر 2021م کال په دسمبر کې چې رینا امیري د امریکې د بهرنیو چارو وزارت له خوا د افغانو ښځو او نجونو د حقونو لپاره ځانګړې استازې ټاکل شوې ده هغه پرله پسې پر طالبانو ټینګار کوي چې ښځو ته خپل حقونه ورکړي او نجونو اعلی تعلیم ته پرېږدي.

رینا امیري په یو بل ټویټ کې د نړۍ له مشرانو او له هغو هېوادونو- چې اکثر اوسېدونکي یې مسلمانان دي- غوښتنه کړې ده چې د طالبانو حکومت ته په دې اړه یو متحد او زورور پیغام ورکړي چې ښځې ولسي ژوند ته پرېږدي. مېرمن امیري وایي:

"که د یوې ټولنې نیمايي وګړي په ولسي ژوند کې د ګډون اجازه ونه لري، دا به د ټولنې ارامۍ او سوکالۍ ته لوی زیان واړوي، پر دې باید نورې خبرې ونه شي چې ښځه به په بشپړه توګه د ولسي ژوند برخه نه وي."

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا او د ملګرو ملتونو د ښځو دفتر مشرې الیسن ډېویډین د صنفي حقونو له یو شمېر افغان کارپوهانو سره لیدلي او په افغانستان کې یې د ښځو پر چېلنجونو ورسره خبرې کړې دي.

د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یوناما پر خپل ټویټر او فېسبوک تر دغې ناستې وروسته لیکلي دي "له کار او پرانیسې ټولنې څخه د ښځو ګوښه کول هیواد ته زیان رسوي. یوناما د ټولو افغانانو د برابرو حقونو او عزت لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي".

د ملګرو ملتونو د ښځو برخې هم په یوه جلا بیان کې د افغان او ایراني ښځو د مبارزې ستاینه کړې ده، خو دا اندېښنه یې هم څرګنده کړې ده چې په دغو هېوادونو کې جمهوري بنسټونه او مدني فضا له خطر سره مخ دي:

"په دغو هېوادونو او نړۍ کې ښځو ثابته کړه چې د نړیوالو بشري حقونو د پېژندلو هڅې نړیوالې، نه ستړې کېدونکې او نه درېدونکې دي".

د طالبانو حکومت د رینا امیري او د ملګرو ملتونو د استازو د تازه خبرو په غبرګون کې څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې په وار- وار ویلي چې د افغان دود دستور او اسلامي شریعت په چوکاټ کې ژمن دي چې ښځو او نجونو ته خپل حقونه ورکړي.

د ښځو د حقونو فعالې او د افغانستان د مخکیني پارلمان غړې شینکۍ کړوخیل وي او اې ته وویل، افغانو ښځو او نجونو خپل ولس او نړۍ ته خپله زړورتیا او مېړانه ښکاره کړه چې له ټولو ګواښونو سره سره د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي.

د افغانو ښځو او نجونو د کار، تعلیم او په ولسي ژوند کې د ګډون په ملاتړ د نومبر پر 27مه د امریکې په پایتخت واشنګټن ډي سي، لندن او د نړۍ په څو نورو ښارونو کې هم احتجاجونه وشول.

په دغو احتجاجونو کې له سلګونو افغانانو سره سره د کوربه هیوادونو ځایي اوسېدونکو هم ګډون کړی وو، دوی ټول په یو ږغ افغانو ښځو او نجونو ته د کار، تعلیم او په ازادۍ سره د ژوند تېرولو غوښتنه وکړه.

د 2021م کال په اګست کې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي په سرکاري دفترونو کې یې د ښځو کارونه محدود کړي، له کورني نارینه پرته یې له اوږدو سفرونو منع کړې دي، پارکونو، سینګارځایونو او وزرشي کلونو ته یې د هغوی پر تګ بندیز لګولی او په ولسي ځایونو کې یې ورته د مخ پټ ساتلو امر کړی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

په پښتونخوا کې د سټرابيري په نال شوو بوټو وچوړ لګېدلی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:08 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00