شاته

امریکایانو د فوټبال نړیوال جام کې د ایران په وړاندې د خپل ټیم بری ونمانځه

د امریکا په بیلابیلو ښارونو کې د امریکا د فوټبال ملي ټیم یو شمیر مینه والو په قطر کې د روان نړیوال جام په لړ کې د ایران په وړاندې د خپل ټیم بریا ونمانځله.

د امریکا ټیم د سه شنبې په ورځ نومبر ۲۹ (لیندۍ اتمه) ایران ته ۱-۰ ماتې ورکړه او د جام د لوبو دوهم پړاو ته ورسېد.

ددغې سیالۍ د نندارې دپاره د نیویارک ښار ټایمز څلورلارې ته څېرمه د امریکا د ټیم یو شمیر مینه وال راغونډ شوي وو.

یوه مینه وال، مټ، وویل: " دا زمونږ لپاره د امریکایانو په توګه یوه ښه شېبه ده. مونږ په راتلونکو کلونو کې د پرمختګ د دوام لپاره د مهمو تجربو ترلاسه کولو ته ضرورت لرو."

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د سه شنبې په ورځ د ایران په وړاندې د خپل ټیم د بري ستاینه وکړه. بایډن چې د مشیګن په ایالت کې له یوې فابریکې څخه په لیدنه بوخت وو، ټیم ته د مبارکۍ د پیغام ورکولو دپاره بیرته سټیج ته ستون شو.

ښاغلي بایډن وویل: "دا ډیره لویه بریا ده. کله چې ما د ټیم له روزونکي او لوبغاړو سره خبرې وکړې، ما ورته وویل چې تاسو یې ګټلی شئ. دوی وګټله. خدای دې دوی ونازوي."

په دغې سیالۍ په ایران کې وروستیو مظاهرو او د ایران او امریکا تر منځ سیاسي کړکیچ سیوری غوړولی و. د کلیفورنیا ایالت د لاس انجلس ښار په یوه بار کې د امریکا او ایران د فوټبال د ټیمونو مینه وال د لوبې د کتلو لپاره یو ځای راغونډ شوي وو.

د امریکا د لاس انجلس ښار په یوه بار کې د ایران او امریکا د ټیمونو مینه والو یو ځای دغه لوبه کتله.
د امریکا د لاس انجلس ښار په یوه بار کې د ایران او امریکا د ټیمونو مینه والو یو ځای دغه لوبه کتله.

د امریکا د ټیم مینه وال، کرستوفر منجبار که څه هم د خپل ټیم په ورو لوبه ناخوښه وو، خو وروستۍ پایله ورته د قناعت وړ وه. هغه وویل: "په دوهمه نیمايي کې باید نتیجه ۳-۰ وای. خو په هر صورت نتیجه په کافي اندازې ښه وه."

د لاس انجلس په بار کې د ایران د ټیم مینه وال، آریا ظریفي وویل: "زه خوښ یم چې دلته په اقلیت پورې تعلق لرم. ایرانیان په دې ملک کې اقلیت دي. داچې زمونږ کوچنۍ ډله دلته د ایران د ټیم په ملاتړ شعار ورکوي، د ښه والي احساس راکوي. خو له بده مرغه کاشکې د لوبې نتیجه معکوسه وای."

په دغه بار کې شایان افتخاري هم د ایران د ټیم مینه وال وو. هغه وویل: "ایران ډیره ښه او په پوره انرژۍ سره لوبه وکړه. زه فکر کوم د امریکا ټیم هم ښه وځلېد. خو زه د ایران په ماتې خپه یم. هیله لرم چې ایران له همدومره انرژۍ سره بل نړیوال جام ته راشي. زه د ایران د ټیم ډیر لوی مینه وال یم. زه د دوی په لوبغاړو ویاړم.

په ایران کې هم خلک له امریکا سره د خپل ټیم د لوبې د نندارې لپاره راټول شوي وو. حکومت په تهران کې په څو عامه ځایونو کې د دغې لوبې د نندارې ترتیبات برابر کړي وو.

د فوټبال ایراني مینه وال، پرهام آزمند وویل: "زموږ لوبغاړو خپله خواري وکړه. خو نن ورځ بخت له امریکا سره وو. تمه ده چې په راتلونکو نړیوالو جامونو که زموږ ټیم دوهم پړاو ته ورسیږي".

امریکا ته د لوبې له بایللو وروسته ایران ددې کال د فوټبال نړیوال جام له لوبو حذف شو.