شاته

په نړۍ کې استبداد په زیاتېدو او دموکراسي مخ په ځوړ ده- راپور 

یو نوی راپور وايي چې د ټاکنو په شفافیت او مشروعیت باندې د خلکو بې باوره کېدل او د فکر او بیان د ازادۍ ځپل کېدل په نړۍ کې د دموکراسۍ د کمزورتیا او استبداد د قوت لامل شوي دي.

د دموکراسۍ او انتخاباتو سره د همکارۍ انستیتوت وايي چې په ۱۷۳هېوادونو کې یې د دموکراتیکو بهیرونو ارزونه کړې او په اړه یې د ۶۴ مخونو یو تازه راپور خپور کړی دی. په راپور کې افغانستان د هغو هېوادونو په کتار کې راغلی چې دموکراسي په کې مخ په ورکېدو او استبداد په رادبره کېدو دd.

دغه انستیتوت په خپل راپور کې ویلي دي چې ۲۰۲۱ د دموکراسۍ د ځوړ او استبداد د تقویې لپاره تر ټولو بدل کال و.

په افغانستان کې هم په ۲۰۲۱ کال کې لوی تغیرات راغلل، منتخب جمهوري نظام په کې نسکور شو او طالبان بیا حاکم شول. طالبانو د بیان ازادۍ، مدني حقونو او ښځو د حقونو په اړه سخت مقررات پلي کړي دي.

په راپور کې د ځینو هېوادونو له لوري د مشروعو ټاکنو د پایلو په اړه شکونه پيدا کول، د سیاسي ډلو او مشرانو په اړه د ځوانانو نه دلچسپي د دموکراسۍ د کم رنګه کېدو نور لاملونه ګڼل شوي دي.

د راپور د موندنو په اساس، په تېرو پنځو کلونو کې په اروپا کې ۱۷ دموکراتیک حاکمیتونه مخ په کمزورۍ روان دي. په راپور کې همدغه راز راغلي چې د اسیا او ارام اقیانوس ۷۵ هېوادونو کې دموکراسي کمزورې شوې او مخ په ځوړ ده.

د دموکراسۍ او انتخاباتو سره د همکارۍ انستیتوت وايي چې په استرالیا، جاپان او تایوان کې هم د دموکراسۍ کموالی تجربه کوي. د امریکا په لویې وچې کې هم په ځینو هېوادونو کې دموکراسي مخ په ځوړ ده. راپور وايي د بولیویا، برازیل، السلوادور او ګواتیمالا په څېر هېوادونو کې، چې د دموکراسۍ لویه مخینه لري، هم دموکراسي مخ په ځوړ ده.

دا انستیتوت وايي چې د امریکا په متحدو ایالتونو کې په تېرو ټاکنو کې د ښاغلي ټرمپ له لوري د ټاکنو د پایلو نه منلو له کبله په دې هېواد کې هم دموکراسي له ګواښ سره مخامخ ده.

راپور وايي چې هېوادونه باید په موجوده دموکراتیکو بنسټونو کې لازم اصلاحات راولي او حکومتونه د خپلو خلکو اړتیاو ته په کتو «اجتماعي قراراداد» تازه او دموکراسي بېرته ژوندۍ کړي.