شاته

طالبانو د امریکا غږ راډیو خپرونې بندې کړې 

طالبان وایي چې په افغانستان کې دننه یې د امریکا غږ او ازادې اروپا/ازادي راډیو خپرونې، چې په متوسطه څپو او اف ام کې خپرېدلې، بندې کړي دي.

طالبان وايي چې د دوی د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لارښوونې په اساس په افغانستان کې دننه به د امریکا غږ خپرونې د ډسمبر د میاشتې له اولې نېټې څخه وروسته بندیږي، خو د خپلې دغې پرېکړې په اړه یې نور جزیات خپاره کړي نه دي.

امریکا غږ راډیو، د طالبانو تر دغې پرېکړې پورې، د اف ام د ۱۵ څپو او دوه متوسطه څپو له لارې په افغانستان کې دننه د ورځې ۱۲ ساعته خپرونې لرلې چې شپږ ساعته یې پښتو او شپږ ساعته یې دري وې.

امریکا غږ د خپلو خپرونو له لارې د هغو مسائیلو په اړه راپورونه خپرول چې طالبانو به په داخلي رسنیو کې سانسور کول چې د نړیوالو تر غوږونو ونه رسي.

تر دې مخکې طالبانو د مارچ په ۲۷ نېټه د اشنا تلویزون خپرونې چې له تېرې یوې لسیزې راهېسې د افغانستان د ملي تلویزون، طلوع، طلوع نیوز او لمر څخه خپرېدې، هم بندې کړي.

د امریکا غږ، چې په افغانستان کې دننه شاوخوا ۷.۳ میلیون اورېدونکي لري، اعلان کړی چې له دې وروسته به په افغانستان کې دننه خپلو اورېدونکو ته له بهر څخه د ۹۷۲ کیلو هرتز متوسطه څپو له لارې خپرونې کوي.

په دې سربېره به د امریکا غږ اشنا خپرونې د امریکا غږ په سپوږمکۍ (۴۹۶ یاست کانال) کې او همدغه راز په پښتو او دري د ویبسایټونو، فیسبوک پاڼې او ډیجیټلي شبکو کې خپرېږي.

امریکا غږ هلې ځلې کوي چې له نورو لارو چارو څخه هم خپلې خپرونې په افغانستان کې دننه د خپلو اورېدونکو تر غوږونو ورسوي.

د امریکا غږ دري خپرونې د ۱۹۸۰ کال د اکتوبر په میاشت کې او پښتو خپرونې يې د ۱۹۹۲ کال د جولای په میاشت کې پیل شوې.

طالبان د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې په افغانستان باندې واکمن شول او له هغه راهېسې یې په رسنیو باندې یو لړ بندیزونه لګولي دي. د بې سرحده خبریالانو د وروستي راپور په اساس، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته ۲۱۹ تصویري، غږیزې او چاپي رسنۍ تړل شوي دي. د طالبانو تر راتګ مخکې په افغانستان کې ۵۴۷ رسنیو فعالیت لره.