شاته

جنوبي وزیرستان کې جینکو زده کوونکو سیمه کې دمډل سکولونو دنشتوالي په ضد احتجاجي مظاهره کړې ده

په کوز جنوبي وزیرستان کې د سکول جینکو احتجاجي مظاهره کړې او ویلي یې دي چې په علاقه کې د جینکو د تعلیم د پاره د پینځم ټولګي نه پورته تعلیمي ادارې نه لري.

د سکول جینکو دا احتجاجي مظاهره پرون د سه شنبې په ورځ د کوز جنوبي وزیرستان وچه دانه سیمه کې کړې ده چې پکې یې په علاقه کې د جینکو د پاره د مډل او هایي سکولونو جوړولو غوښتنه کوله .

په احتجاج کې لسګونو زده کوونکې ماشومانې شاملې وې او زینب نومي زده کونکې وویل په خپله د پینځم ټولګي زده کونکې ده او په علاقه کې د پینځم ټولګي نه پورته د تعلیم بله اداره یا ښوونځی نه لري .

هغې اندیښنه څرګنده کړه چې که د تعلیم انتظام دوی د پاره ونه شي نو د دوی د زده کړو پروسه به د ځنډ سره مخ شي.

وچه دانه د جنوبي وزیرستان مرکز واڼه نه نهه کلومیره لرې لودیزه سیمه ده او زیاتره دا سیمه د ناامنۍ سره مخ پاتې شوې ده.

په احتجاجي مظاهره کې برخه لرونکې یوه بله زده کوونکې شفیده وایي دوی نیزدې څلور سوه جینکی په دې یوازیني پرایمري سکول کې تعلیمي زده کړې ترلاسه کوي .

هغې وویل احتجاج یې ځکه کړی چې حکومتي چارواکو ته تعلیم د پاره خپل غږ ورسوي.

هغې وویل د علاقې خلک غریبان دي او په علاقه کې ښوونځی نه لري چې پکې دوی د پنځم ټولکي نه بره زده کړې تر لاسه کړي .


جینکو زدکونکو د علاقې منتخب استازې او ثوبایي پارلیمان کې د پاکستان تحریک انصاف غړی نصیرالله وزیر نه شکایت کولو چې د دوی د تعلیم په ستونزه غلی دې خو هغه وي او اې ډیوه ته وویل د جینکو دا د سکوا ستونزه یې د ثوبې اعلا وزیر سره شریکه کړې او چې څه کمي وي دا به یې د دوی حکومت ورته پوره کوي.
تیره میاشت واڼه سیمه کې د جینکو کالج زدکونکو د استازانو د نشت والي پرضد احتجاجي مظاهره کړې وه دې نه وړاندې تنایي سیمه کې زدکونکو د هایي سکول د پاره څلور میاشتې احتجاجي مظاهره کړې وه.
د څیړنکو تر مخه 80 فیصده قبایلي جینکۍ د پرایمري زده کړو نه وروسته تعلیم ځکه پریږدي چې دغلته مډ اؤ هایي سکول نه وي. زیاتوي بل د سرکاري سکولونو تعلیمي معیار او د استازانو کموت یوه بله ستونزه ده.

د پښتونخوا د ایلیمنټري اینډ سیکنډري ایجوکیشن څانګه هم مني چې سکولونو نه بهر ماشومان شته خو وایي "حکومت جینکو زده کوونکو ته وظیفه ورکوي ددې د پاره چې جینکۍ سکولونو ته راشي. د ویړیا کتابونو لړۍ مخکې نه روانه ده. دا ځل یې د شپږو اربو روپو فرنیچر ددې لپاره ورکړو چې ماشومان د یخې زمکې نه راپورته شي او سکولونو ته راشي. مخکې اراده لرو چې هر سکول کې د هر کلاس لپاره کوټه جوړه کړو"

دا په داسې مهال ده چې د2018م نه تر2021م پورې خیبر پښتونخوا صوبې د تعلیم څانګه کې 632 اربه روپۍ مصرف کړې دي.

خو نادولتي اداره همقدم وایي په صوبه کې 1443 سکولونه غیر فعاله دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00