شاته

سمنګان:مدرسه کې بمي چاودنه،15کسان وژل شوي،27 ژوبل

دافغانستان دسمنګان ولايت مرکز ايبک ښار په يوه مدرسه کې دچاودنې له امله لږترلږه 15 کسان وژل شوي او 27 نور ژوبل شويدي.

چارواکي وايي چې دغه چاودنه د ماسپښين لمانځه د ادا کولو پر مهال شوې ده.

دافغانستان دطلوع نيوز دراپور له مخې د سمنګان ولايتي روغتون يو ډاکټر ويلي دي چې د دغې پېښې لږ تر لږه 15 مړي او 27 ټپيان تراوسه دغه روغتون ته راوړل شوي دي.

دطالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور نن چهارشنبه نومبر ۳۰ پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې یاده چاودنه نن په دغه دیني مدرسه کې د ماسپښین لمانځه پرمهال رامنځته شوې ده.

دښاغلي ټکور په وینا د پيښې قربانیان د یادې دیني مدرسې زده کوونکي دي.

هغه په ابتدایي توګه دې پېښه کې د ۱۰ زده کوونکو د وژل کیدو پخلی کړی اؤ ویلي یې دي نور ګڼ کسان ژوبل هم دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې چې د پيښې په اړه د دوی څېړنې پيل شوي دي.

ویل کیږي چې دغه چاودنه په مرکز ایبک کې د 'الجهادیه' په نوم مدرسه کې شوې ده. خو تر اوسه یې د نوعیت په اړه معلومات نه دي شریک شوي.

د سمنګان ولایت لپاره د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس امداد الله مهاجر امریکا غږ ته ویلي چې په دغه چاودنه کې ۱۵ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

تر دا مهاله د یادې چاودنې مسؤلیت کومي وسله والې ډلې نه دی منلی خو په دې وروستيو کې دداعش ډلې له لوري دافغانستان تر کنټرول لاندې افغانستان کې په جوماتونو کې ځانمرګي بريدونه او بمي چاودنې شوې دي چې پکې په ګڼ شمير کې خلکو خپل ژوند دلاسه ورکړی دى.

(دې رپورټ کې ځینې معلومات د وي او ای اشنا نه اخستل شوي)

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00