شاته

یورپي اتحاد غواړي چې د اوکراین په حق کې د روسانو د جرمونو په اړه یو خاص عدالت جوړ کړی شي

واشنګټن - د یورپي کمېشن صدرې اورسولا فون ډېرلېن وړاندېز کړی چې په اوکراېن کې د روس د جنګي جرمونو د پلټنو او مقدمو د پاره دې د ملګرو ملتونو په ملاتړ یو عدالت جوړ کړل شي. بل پلو د نېټو سېکټري ‌جنرل وېلی اوکراېن به یو ورځ د نېټو اتحاد غړې هېواد جوړ شي.

د یورپي کمېشن صدرې اورسالا فون ډېرلېن په رومانيه کې د نېټو د خارجه وزیرانو د غونډې د اخري ورځې په وخت دا خبره کړی. په دې غونډه کې د اوکراېن د شخړې او ورسره د مرستو په اړه هم خبرې شامل دي.

فون ډېر لېن وېل چې د فرورۍ د میاشتې راهسې په اوکراېن د روسي‌ ځواکونو د یرغل له امله چې څومره تاوان شوې، د بیا ودانۍ ټوله خرچه دې د روس او په روس د یو څو شتمنو واکدارانو واخستلی شي.

هغې زیاته کړه چې د روس وحشتناک جرمونه به بې سزا پاتې نه شي.

د نېټو سېکټري‌ جنرل ینس سټولټنبرګ د نهې یا دوشنبې په ورځ وېلی دي چې د روس د صدر ولادمير پوټېن د مخالفت باوجود یوه ورځ به اوکراېن د مغربي‌هېوادونو پوځي اېتلاف کې شامل شي. سټولټنبرګ زیاته کړه چې د نېټو دروازې خلاصې دي.

ده وېل چې شمالي‌مېسوډونیا او مونټېنګرو په دې مغربي اېتلاف کې شامل کړل شوی دي او سويډن او فېنلېنډ به هم ډېر زر د اېتلاف غړي هېوادونه جوړ شي. د سټولټنبرګ وینا وه چې روس په اېتلاف کې د شاملېدلو هېوادونو په اړه د ويټو اختیار نه لري او د اوکراېن د غړيتوب په معامله کې دوی ‌هم په دې کلک ولاړ دي.

د ناروۍ پخواني وزیراعظم وېلی دي چې د روس صدر پوټېن روس ته د خطره نه جوړېدونکو د خپلواکه هېوادونو نه د خپلواکه فېصلو اختیار نه شي اخستلی، او روس چې د سه نه ویريږي هغه جمهوريت او ازادي ده او دا د د د پاره یو غټ چېلنج دی.

خو اوکراېن په لنډ وخت کې د نېټو غړی هېواد نه شي جوړېدلی ځکه چې د اتحاد د چارټر یا منشور ترمخه به د دېرشو هېوادونو دغه پوځي‌ اتحاد نېغ په نېغه په جنګ کې ښکېل شي او د روسي ځواکونو سره به مېدان کې جنګ ته راوپرېوځي.

بله دا چې تر وسه مغربي هېوادونو چې اوکراېن ته د دفاعي‌او نورو مرستو د پاره په بلینونو ډالره ورکړی دي، د دې نه زیات به اتحاد د اوکراېن سره مرستې کوي.

د امریکې خارجه وزیر اېنټنی بلېنکن وېلی دي چې د روس د خوا د اوکراېن د بجلۍ او اوبو نظام د تباه کولو ورستو امرېکې کېف ته د دې بحالۍ د پاره نور درې پنځوست ملينه ډالره ورکوي. د بجلۍ او اوبو د بحالۍ د پاره ضروري شایان به په بېړني توګه کېف ته ورليږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00