شاته

سردار بابک ته ترهګرو د مرګ ګواښونه کړي: اېمل ولي

د پښتون ملت پاله ګوند عوامي نيشنل پارټۍ د خېبرپښتونخوا مشر ویلي، د ګوند صوبايي جنرل سيکرټري سردار حسېن بابک ته د ترهګرو لخوا نېغ په نېغه ګواښونه شوي او د هغه په نخښه کولودپاره غونډه شوې ده.

اېمل ولي خان په ټويټر د چا نوم نه دی اخستی خو ويلي يې دي، "د هغو مقصد د امن غږونه غلي کول دي".

نوموړي زیاته کړې په ډاګه کوي چې "د هغو جېکټونه به ختم شي خو زمونږ سينې به ختم نه شي". هغه ويلي، "که سردار بابک له څه هم وشو نو زمونږ زمه وار هغه خلک دي چې د ترهګرو سرپرست، همدرد او جرګې ورله کوي".

اېمل ولي خان د سردار بابک دپاره د د امنيت د نورو اقداماتو غوښتنه کړې ده.

د خېبرپښتونخوا د حکومت او پولیس لخوا په سمدستي ډول دغه ټویټ ته کوم ځواب نه دی ویل شوی.

د عوامي نيشنل ګوند د خېبرپښتونخوا مشر دغه خبره په داسې حال کې کړې چې وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] د پاکستان حکومت سره د ډزبندۍ د ختمولو اعلان کړی او خپلو وسله والو ته یې په ملک کې د حملو پېل کولو ويلي دي.

د ګل/دوشنبې په ورځ [28 نومبر] د ټي ټي پي په پاڼه په لاس لیکل شوی پېغام چې د خبريالانو سره شريک کړی پکې ویل شوي، "د حملو شروع کولو فېصله یې د ډلې په ضد د امنیتي ادارو د عملیاتو په جواب کې کړې ده".

د ټي ټي پي د ډز بندۍ ختمولو په غبرګون کې د پاکستان حکومت په رسمي ډول څه نه دي ويلي.

خو د تحریک طالبانو سره د پاکستان د مذاکراتو په عمل کې برخه اخستونکي د خېبرپښتونخوا حکومتي وياند بېرسټر سېف وي او اې ډیوه ته ويلي، طالبانو ورته ویلي چې د پاکستان پوځ يې پرضد عمليات کوي او د هغې په غصه کې طالبانو ډز بندي ختمه کړې ده.

نوموړي بيا هم خوشبيني څرګنده کړې چې "څه ورځې پس به بيا د ټي ټي پي سره د خبرو ماحول جوړ شي".

ټي ټي پي د ډز بندۍ ختمولو په بيان کې ويلي چې "مذاکراتي عمل لږ تر لږه زمونږ د طرفه سپوتاژ (تباه) نه شي مګر خو پوځ او خفیه (استخباراتي) ادارې باز را نه غلې او حملې يې جاري وساتلې".

په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د عوامي نیشنل ګوند پارلیماني لیډر سردار حسېن بابک په صوبه کې د پاکستان تحريک انصاف په حکومت نيوکې کوي چې په صوبه کې په ناامنۍ غلی دی او تور لګوي د تحریک انصاف حکومتي وزیران طالبانو ته قلنګ ورکوي.

نوموړي په وروستيو کې په صوبه کې د امن دپاره او ناامنۍ ضد لاريونونو او مظاهرو کې هم ګډون او وېناګانې کړي دي.

څیړونکي وايي د ټي ټي پي د ډز بندۍ ختمولو او حملو زیاتې اغېزې به په خېبرپښتونخوا وي.

عوامي نيشنل ګوند وايي په سيمه کې په بدامنۍ کې د يو سياسي ګوند په کچه تر ټولو زيات تاوان دغه ګوند ته اوښتی دی زیات غړي يې وزل شوي دي.

په کال 2018 کې د عوامي نيشنل ګوند د خېبرپښتونخوا د اطلاعاتو سېکتر هارون بلور په يو ځانمرګي بريد کې وژل شوی وو، د هارون بلور پلار بشير بلور چې د صوبې سينیر وزیر وو په کال 2012 کې هغه هم په ځانمرګي بريد کې وژل شوی وو.

د دغو دواړو بريدونو او ورسره د عوامي نيشنل ګوند د نورو ډېر غړو د وژنو زیاتې زمه وارۍ تحریک طالبان پاکستان منلې وې.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00