شاته

پنټاګون: تر ۲۰۳۵ کال پورې به د چین اټومي وسلې درې برابره شي

د متحدو ایالتونو دفاع وزارت "پنټاګون" د سه شنبې په ورځ نومبر ۲۹ (لیدنۍ اتمه) په یو راپور کې وویل ښایي چې تر ۲۰۳۵ کاله پورې د چین اټومي وسلې څه باندې درې برابره او ۱۵۰۰ اټومي کوپړیو ته ورسیږي.

دغه راپور چې نن سه شنبه خپور شوی، همدارنګه د هغه هیواد د هوایي پوځ زیاتیدونکې ودې ته اشاره کړیده.

واشنګټن، بیجینګ د متحدو ایالتونو د ستر رقیب په توګه بولي او د چین د پوځ په اړه کلني راپور هم د چین د اټومي وسلو او هم د هغه هیواد د پوځ پرمختګ ته اشارې شوي دي.

د پنټاګون په راپور کې راغلي:"دفاع وزارت اټکل کوي چې د "چین" د عملیاتي اټومي کوپړیو زیرمه تر ۴۰۰ ډیره شوې ده. که چین د اټومي پراختیا دې وضعیت ته دوام ورکړي، نو احتمالا چې کابو ۱۵۰۰ کوپړۍ به زیرمه کړي."

خو له دې سره سره د چین د اټومي وسلو شمیر به د متحدو ایالتونو او روسیې تر اټومي وسلو کم وي ځکه هر دغه هیواد په سل ګونه زره اټومي کوپړۍ لري.

د پنټاګون راپور زیاتوي، چین احتمالا هڅه کوي نوې اټومي کوپړۍ او د تولید داسې سیسمونه جوړ کړي چې حد اقل د موثریت، اعتبار او بقا له پلوه د متحدو ایالتونو او روسیې د جوړیدونکو محصولاتو سره یوشان وي.

د امریکا د دفاع وزارت د مطبوعاتو مسول جنرال پټ رایډیر د سه شنبې په ورځ وویل چې د چین زیاتیدونکي اټومي وسلې به د بې ثباتۍ یوه سرچینه وي.

نوموړي خبریالانو ته وویل، په هره اندازه چې پراخې اټومي وسلې وي، په هماغه اندازه د اندیښنې وړ او د سیمې لپاره بې ثباته کوونکي دي.

راپور همدارنګه زیاتوي، بیجینګ هڅه کوي، خپل بالسیتیک توغندي پرمختللي کړي، چین په ۲۰۲۱ کال کې ۱۳۵ بالستیک توغندي آزمایلي وو چې د نورې نړۍ په نسبت زیات وو.

د پنټاګون راپور په ډاګه کوي:" چین د نویو قاره ویشتونکو بالستیک مزایلو (ICBM) په جوړیدو هم کار کوي کوم چې په تکمیل سره به یې راکټي ځواک چې د اټومي کوپړیو د لیږد وړتیا لري، پیاوړی شي."

د چین هوایي ځواک چې په نړۍ کې دریم ستر هوایي ځواک شمیرل کیږي او اوس مهال څه باندې ۲۸۰۰ الوتکې لري هم د پرمختګ په حال کې دی.