شاته

ناټو اوکراین ته د غړیتوب د ورکړې ژمنه بیا تازه کړه

ناټو د سه شنبې په ورځ نومبر ۲۹ (لیندۍ اتمه) د رومانیا په پلازمینه بخارست کې ددغه سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې یو ځل بیا له یاد سازمان سره د اوکراین په یوځای کیدو ټینګار وکړ او ویې ویل یوه ورځ به دا کار کیږي.

د نړۍ دغه ستر امنیتي تړون همدارنګه اوکرایني ځواکونو ته چې له روسي ځواکونو سره په جګړه کې دي د وسلو او د نورو مرستو د استولو ژمنه وکړه.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وویل د ناټو د پراختیا مخه به ونه نیول شي. هغه زیاته کړه:"ولسمشر پوتین نشي کولی خپلواک هیوادونه له خپلو مستقلو پریکړو څخه چې روسیې ته تهدید ندي، منع کړي."

د ناټو مشرانو وویل، روسیه د تړون د پراخیدو مخه نشي نیولی. ښاغلي سټولټنبرګ له غونډې مخکې وویل:"د ناټو دروازې خلاصې دي."

د ناټو مشر وویل شمالي مسدونیا او مونټنګرو په وروستیو کې له ناټو سره یوځای شول او فنلنډ او سویدن به هم د ناټو غړیتوب ترلاسه کړي.

بلخوا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په داسې حال کې په رومانیا کې د ناټو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره اوکراین سره د مرستو د ډیریدو په هدف وکتل چې روسیې په ساړه ژمنې کې د اوکراین د انرژۍ پر بنسټونو بریدونه زیات کړي دي.

سویډن او فنلنډ د روان کال په اپریل میاشت کې پر یادو هیوادونو د روسیې د برید له ویرې د ناټو د غړیتوب وړاندیز وکړ.

سټولټنبرګ وویل، روسیه له ناټو سره د هیوادونو د یوځای کیدو لپاره ویتو نلري او هغوی د اوکراین د غړیتوب ملاتړ کوي.

د ناټو مشرانو په ۲۰۰۸ کال کې هم په بخارست کې د خپلې لیدنې پرمهال ویلي وو چې اوکراین او جورجیا به یوه ورځ له ناټو سره یوځای کیږي.

یو شمیر چارواکي او شنونکي وایي هغه اعلامیه چې د امریکا د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش له خوا د ناټو پر غړو هیوادونو اعمال شوه تر یوې کچې د هغه یرغل مسوله ده چې په فبروري میاشت کې روسیې پر اوکراین پیل کړی دی.

ولادمیر پوتین د فبروري په ۲۴ نیټه پر اوکراین د برید د توجیه پرمهال له ناټو سره د کیف د یوځای کیدو علاقه مندي د روسیې امنیت ته ګواښ وبلله.

بلخوا د ناروې پخواني صدراعظم وویل د هغه په باور پوتین له دیموکراسۍ او آزادۍ څخه ویریږي او دا هغه ته یوه ننګونه ده.

اوکراین د سپټمبر په ۳۰ نیټه له ناټو سره د یوځای کیدو د بهیر د سرعت غوښتنه وکړه خو نږدې ختونو کې یې د یوځای کیدو امکان نه لیدل کیږي.

ددې راپور په جوړیدو کې د اسوشیټد پرس خبري آژانس له موادو کار اخیستل شوی