شاته

رینا امیري د ګواښونو سره سره د افغان میرمنو میړانه وستایله

د افغانستان لپاره امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري وایي که د یوې ټولنې نیمایي نفوس په ټولنه کې له مشارکت څخه بې برخې وي، د نړۍ په خاص ډول د اسلامي هیوادونو مشران باید د ثبات او هوساینې د قیمت په اړه یو موټي او پیاوړی پیغام ورکړي.

میرمن امیري د بشري حقونو د مدافع میرمنو د نړیوالې ورځې پرمهال د افغان میرمنو میړانه وستایله او ویې ویل، دغه میرمنې په داسې حال کې د تعلیم، کار او خپلو کورنیو ته د خوړو د برابریدو په هدف د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي چې د تهدید، تاوتریخوالو او د زنداني کیدو له ګواښونو سره مخ دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغې چارواکې د سه شنبې په ورځ نومبر ۲۹ (لیندۍ اتمه) د یو لړ ټویټونو په کولو ټینګار کړی چې د میرمنو بشپړ ګډون باید د بحث وړ نه وي.

میرمن امیري په داسې حال کې په ټولنه کې د میرمنو په مشارکت ټینګار کوي چې د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوۍ ډلې د نومبر ۲۵ وویل چې په افغانستان کې له ښځو او نجونو سره د طالبانو چلند ښايي د بشریت ضد جرم وي او باید د نړیوالو قوانینو له مخې وڅېړل شي او قانوني توګه تعقیب شي.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانواعلامیه وروسته له هغې خپره شوه چې د چهارشنبې په ورځ د لوګر ولایت په ورزشي لوبغالي کې د سلګونو نندارچیانو په مخ کې طالبانو د دریو ښځو په ګډون ۱۲ کسان په درو ووهل.

د ښځو د حقونو فعاله او د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې غړې شینکۍ کړوخیل امریکا غږ ته وویل چې افغان میرمنو او نجونو افغان ولس او نړۍ ته خپل شهامت او میړانه ښکاره کړې چې هغوی د ټولو تهدیداتو سره سره خپلو حقونو د ترلاسه کیدو لپاره مبارزه کوي.

میرمن کړوخیل زیاته کړه:" افغان میرمنو تاریخ جوړ کړ. دا به په تاریخ کې ثبت وي چې نور افغان میرمنې د تاوتریخوالو او زیاتي په وړاندې تن نه ایږدي، په وړاندې به یې دریږي‌ او مبارزه به کوي."

میرمن کړوخیل په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې د امریکا پایتخت واشنګټن، د بریتانیې پایتخت لندن او د نړۍ څو نور ښارونه د یکشنبې په ورځ نومبر ۲۷ (لیندۍ شپږمه) د افغان میرمنو او نجونو د حقونو د ملاتړ په موخه د لاریونونو کوربانه وو.

په دغو لاریونونو کې په سلګونو افغانانو سربیره، د اړوندو هیوادونو ځایي اوسیدونکو هم ګډون کړی دی. لاریون کوونکو په یو غږ افغان نجونو او میرمنو ته د کار، تعلیم او آزادۍ غوښتنه وکړه.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته اکثریت نجونې او میرمنې له کار او تعلیم څخه منع دي، او دې کار د نړۍ او عامو افغانانو قهر او غصه راپارولې ده.