شاته

فوټبال نړیوال جام: هالنډ او سینګال دویمې مرحلې ته ووتل

په قطر کې د فوټبال د نړیوال جام په روانو سیالیو کې نن هالنډ له کوربه قطر څخه او سنیګال له اکوادور څخه لوبې وګټلې او دویمې مرحلې ته یې لاره ورکړه.

قطر د فوټبال د نړیوال جام په تاریخ کې لومړی کوربه هېواد شو چې تر ټولو مخکې له نړیوال جام څخه وځي.

هالنډ په قطر باندې دوه ګولونه وکړل او لوبه یې ۲-۰ وګټله. د قطر لوبغاړو څو ځلې هڅه وکړه چې ګول ووهي، خو د هالنډ ګول ساتونکو یې مخه ونیوله.

په بلې لوبې کې سنیګال بیا اکوادور ته ۲-۱ ماتې ورکړه. سنیګال لومړۍ افریقايي لوبډله شوه چې د نړیوال جام دویمې مرحلې ته یې لاره وکړه.

نن سه شنبه نومبر ۲۹ (لړم اتمه) بله لوبه د امریکا او ایران ترمنځ دی چې ګټونکې به یې بلې مرحلې ته ځي.