شاته

مظلوم عبدي: د ترکیې بریدونو د داعش په ضد زموږ عملیات ټکني کړي  

د سوریې د دموکراتیک ځواکونو عمومي قومندان جنرال مظلوم عبدي وايي چې ددوی په مرکزونو باندې د ترکیې د بریدونو له کبله په سیمه کې د داعش په ضد عملیات ځنډول شوي دي.

ښاغلي عبدي د امریکا غږ د ترکي څانګې سره په ځانګړې مرکې کې وویل چې د ترکیې د بریدونو له کبله هغوی د داعش په ضد عملیات نشي کولای.

نوموړي وویل: «موږ د داعش ضد خپل ټول عملیات درولي دي، ځکه چې زموږ ټول ځواکونه چې له ایتلاف سره ګډ کار کوي، د [ترکیې] هدف دي. په دې وروستیو کې ترکیې زموږ د ترهګرۍ ضد څانګې، کمپ او د زندان په ساتونکو باندې بریدونه کړي دي، له همدې کبله یې فعالیت محدود شوی دی. موږ پرته له دې چې د داعش ضد عملیات وځنډو، بل انتخاب مو نلره.»

په لندن کې مېشته د سوریې د بشري‌ حقونو څار ډله وايي چې د ترکیې هوايي ځواکونو د سوریې په شمال کې د راقه، حسکه او حلب په ولایتونو کې د کردي یاغیانو په مرکزونو هوايي بریدونه کړي دي چې شاوخوا ۳۰ تنه په کې وژل شوي دي. له دغو بریدونو وروسته د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان داسې اشارې ورکړې چې د کردي یاغیانو په ضد ممکن ځمکني عملیات هم پيل کړي.

دا پرمختګونه په استانبول کې له یوې چاودنې وروسته وشول، چې شاوخوا شپږ تنه په کې ووژل شول. ترکیه وايي چې چاودنه کردي یاغیانو کړې او کردي جنګیالي وایي، په دې کې هېڅ لاس نلري. همدغه راز د کردي یاغیانو له سیمې د ترکیې په خاورې باندې هم توغندي وار شوي چې یو شمېر کسان وژل شوي او ژوبل شوي دي.

خو د سوریې دموکرات ځواکونو قومندان مظلوم عبدي وايي چې د ترکیې له بریدونو څخه ډېره ګټه داعش ترلاسه کوي. نوموړي د امریکا له ولسمشر جوبایډن څخه وغوښتل چې په دې اړه خپل دریځ لا قوي کړي ترکیه له دا ډول بریدونو څخه لاس واخلي. هغه وویل چې د ترکیې ځمکني بریدونه د داعش خلاف عملیاتو ته لا ډېر زیان اړولای شي.

نوموړي د سوریې په حکومت هم کلک انتقاد وکړ چې په خاورې باندې یې د ترکیې د بریدونو په اړه چوپه خوله دی.

امریکا په سوریه کې د داعش ضد ځواکونو ننګه کوي، خو ښاغلي عبدي وویل چې د ترکیې د تازه بریدونو یو ښکاره پیغام امریکا او ایتلاف ته دی چې باید په سیمې کې هېڅ موجودیت ونلري، امریکا له سوریې څخه ځواکونه اېستلي دي، خو د داعش ضد مېشتو جنګیالیو ننګه کوي.